موټروے جوړول، اتومي جاؤدنې او د اقتصادی راهدارۍ پروژه يو لوئې انقلاب دے،

د نواز شریف حکومت نه غير كوم بل چا داسې اقدامات ولي نه دي كړي، تورونه لګونكې به ناکامۍ سره مخ كېږي، محمد نواز شریف ټاكلې شوے وزیراعظم دے۔ د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب بیان

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26نومبر2016ء) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب وئيلي دي موټروے جوړول، اتومي جاؤدنې او د اقتصادی راهدارۍ پروژه يو لوئې انقلاب دے، د نواز شریف حکومت نه غير كوم بل چا داسې اقدامات ولي نه دي كړي، تورونه لګونكې به ناکامۍ سره مخ كېږي، محمد نواز شریف ټاكلې شوے وزیراعظم دے، د غلا دروازې لټوونكې به چرې هم وزیراعظم جوړ نه شي۔

د خالي پھ ورځ خپل يو بيان كښې دې ووئيل تعلیم ، صحت ، انفراسټرکچر او د توان پروژې د اولسې خذمت دلیل دے۔ دې ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف تل د هيواد او د قام د پرمختګ ايجنډا خپله كړي، قام د پرمختګ په لاره كښی خنډان راولاړونكې رد كړې دي۔ دې ووئيل هيواد د پرمختګ پلو روان دے، تورونه لګونكې به ناکامۍ سره مخ كېږي۔مریم اورنګزیب ووئيل د تحریك انصاف وياند نعیم الحق بیان د دې خبرې اعتراف كوي چې وزیراعظم د چوكۍ ټولې تقاضې پوره كړي۔ دې ووئيل تحریك انصاف دې اوائي چې صوبائی حکومت خپله ذمه واری پوره كوي۔ دې ووئيل محمد نواز شریف د اولس په ووټونو وزیراعظم ټاكلې شوے ٬ اولس د محمد نواز شریف د پرمختيائي ایجنډې بشپړه تائید کوي۔