د هند د هر جارحيت به بشپړ ځواب وركولې شي۔ د كشمير مسئله بايد د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې پورته كړې شي۔

خپلو سفارتخانو او هائي كمشنز كښې دې كشمير ډېسك جوړ كړے شي۔د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پارلماني ګوندونو غړو په كنټرول لائن د هندي جارحيت غندنه

د هند د هر جارحيت به بشپړ ځواب وركولې شي۔ د كشمير مسئله بايد د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې پورته كړې شي۔  
خپلو سفارتخانو  او هائي كمشنز كښې دې كشمير ډېسك جوړ كړے شي۔د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پارلماني ګوندونو غړو په كنټرول لائن د هندي جارحيت غندنه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 25نومبر2016ء) د ټولو پارلماني ګوندونو د قامي اسمبلۍ غړو په لائن آف كنټرول د هندي جارحيت په سختو ټكو غندنه كولو سره په حكومت زور راوړے چې د كشمير مسئله بايد د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې پورته كړې شي٬ بهر سفارتخانو او هائي كمشنز كښې دې كشمير ډېسك جوړكړې شي او د هند د هر جارحيت دې بشپړ ځواب وركړےې شي۔ نړيواله ورورولي دې د كشمير مسئلې هواري له د فريق كردار ترسره كړي۔

هند پاكستان سره خبرې كول نه غواړي۔ په دې وضعه كښې د دوه اړخيزه خبرو اترو د لارې د مسئلې هوارے ممكن نه دے۔ د کشمیر په اړه خارجه پالېسۍ ته دې بيا كتنه وكړې شي۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د هند لخوا په لائن آف كنټرول د جارحيت څخه په پېدا شوې وضعه بحث كښې د جے یو آئی (ف) غړې نعیمه کشور ووئيل د هندي جارحيت بايد ټوله نړۍ غندنه وكړي۔

د كشمير مسئلې حل كولو نه غېر امن نشي راتلې ۔ د اېم كيو اېم د قامي اسمبلۍ غړي بحث كښې ووئيل د هند جارجيت د غندنې وړ دے۔ په دې وضعه كښې بايد وزيراعظم خپل كردار ترسره كړې۔ د مسلم لیګ (فنکشنل) د قامي اسمبلۍ غړي غوث بخش مهر بحث كښې ووئيل وزیراعظم جدي ګامونه پورته كوي۔ مسئله ډېره لويه ده۔ يواځنې حل ئې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غونډې رابللو له هڅې كول دي۔

د جماعت اسلامی پارلیمانی لارښود طارق اللہ ووئيل هندي ظلمونه انتها ته رسېدلي ٬كه هند له مو سم ځواب ورنكړو نو تاريخ به مونږ معاف نه كړي۔ د مسلم ليګ (ن) غړي قېصر احمد ووئيل كشمير د پاكستان شه رګ دے۔ پاکستان د 70 كالونو راهسې د كشمير مسئلې هواري له هڅې كوي۔ ده ووئيل په اولني ځل زمونږ حكومت ټاكلي استازي بهر لېږلي۔ مونږ د برطانيې پارلماني غړو سره ملاقاتونه كړي۔

ده ووئېل هغوي مونږ له باور راكړې چې هند سره به د كشمير مسئله پورته كوؤ۔ د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړې طاهره اورنګزېب ووئيل هند كشمير كښې د ظلم انتها كړې۔ كوم سياسي ګوند بايد په دې معامله پوائنټ سكورنګ ونه كړي۔ دې ځائې څخه بايد د يو والي پېغام لاړ شي۔ ده ووئېل په هند زور راوړل غواړي چې هغه د كشمير مسئلې په اړه خپله ايجنډا په ډاګه كړي۔

تر كومې چې كشمير آزاد شوے نه وي پاكستان به د كشمير سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتي۔ د فاټا د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر غازی ګلاب جمال ووئيل كال 1940ء كښی د فاټا اولس په كشمير قبضه كړې وه ولې هغوي بيا راستانه كړې شوي وو ۔ د برهان وانی شهيدېدو نه پس صورتحال په ډاګه شوې چې د كشميري اولس هڅې د آزادۍ تحريك دے۔ ډاكټر شذره منصب ووئيل په لائن آف كنټرول بريدونو كښې اوسني تندوالي ته د هندي وزيراعظم مودي او د نوي ټاكلي شوي اولس مشر ډونلډ ټرمپ ترمينځه د رابطو په تناظر كښې كتل پكار دي۔

امريكا د بشري حقونو علمبردار هېواد بللې شي بايد مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو له مينځه تلو نوټس واخلي۔ ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل د نړۍ كوم مذهب هم د جنګ حالت كښې اېمبولېنس او بې ګناه وګړي نه په نخښه كوي۔ ده ووئيل مونږ هندي وګړي په نخښه كول نه غواړو۔