د وسله والو ځواكونو د مشرانو بيانونه قوم لپاره د اطمينان وړ دي۔ سناتور جاوېد عباسي

د وسله والو ځواكونو د مشرانو بيانونه قوم لپاره د اطمينان وړ دي۔ سناتور جاوېد عباسي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 25نومبر2016ء) د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ سناتور جاوېد عباسي وئيلي دي چې د وسله والو ځواكونو د مشرانو بيانونه قوم لپاره د اطمينان وړ دي۔ خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل چې د وسله والو ځواكونو د مشرانو لخوا د هند پشمول ټولې نړۍ ته واضح پېغام وركړے شوے چې مونږ د هېواد د پولو د دفاع پوره صلاخيت لرو او د هر ډول بهرني جارجيت ځواب وركولو لپاره تيار يو۔ ده ووئيل چې وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې پاكستان به د هند لخوا د بې ګناه وګړو په نښه كولو كارروائې برداشت نه كړي۔