پېمرا د 15 ساعته بولۍ نه پس د 14 اربه 69 کروړه 46 لكھه روپو 3 ډی ټي اېچ لائسنسونه نيلام كړه۔

دا پاكستان لپاره يوه تاريخي ورځ ده۔ د نيلامۍ ټول عمل ښكاره او په سپېځلي ډول تر سره شو۔ ډي ټي اېچ سروس به كېبل او د هېواد ميډيا انډسټري له ګېم چېنجر وګرځي ۔ كاميابو بولي وركؤنكو له به سکېورټی کلیئرنس نه پس لائسنس وركولې شي۔ د پېمرا چيئمرېن ابصار عالم

اسلام آباد ۔ (پاکستان نیوز پوائنٹ 24نومبر2016ء) پاکستان الېکټرانک ميډیا ریګولېټری اتھارټی (پېمرا) د 15 ساعتو اوږدې بولۍ نه پس د 14 اربه 69 کروړه 46 لكھه روپو مالیت 3 ډی ټی اېچ لائسنسونه نيلام كړې دي ۔ د اسلام آباد دوه او د لاهور يوې كمپنۍ په كاميابه بولۍ وركولو د درېو لائسنسونو نيلامي بشپړه شوې ۔ د نيلامۍ په عمل كښې 12 كمپنۍ شارټ لسټ كړې شوې وېِ۔

د مېسټرو كمېشنز نيلامۍ كښې د ګډون كولو ناكامۍ نه پس 11 كمپنيو نيلامۍ كښې برخه واخسته۔ د بولۍ پېل 20 كروړه څخه وشو كوم چې په 4 اربه 91 كروړه ختم شو۔ په دې مهال د پېمرا چيئرمېن خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان لپاره تاريخي ورځ ده۔ پاكستان ذاتي ډي ټي اېچ سروس لرونكو هېوادونو كښې شاملېږي۔ ده ووئيل د نيلامۍ ټول عمل ښكاره او په سپېځلي ډول تر سره شوے۔ ډي ټي اېچ سروس به كېبل او د هېواد ميډيا انډسټري له ګېم چېنجر ثابت شي۔ كاميابه بولي وكؤنكو له به د سکېورټی کلیئرنس نه وروستو لائسنس وركولې شي۔(وا/ض ض/وس/1910)