په مكه معظمه د حوثيانو د توغندي بريد غندنه كوو۔د پاكستان سفير

په مكه معظمه د حوثيانو د توغندي بريد غندنه كوو۔د پاكستان سفير

ریاض (پاکستان نیوز پوائنٹ 24نومبر2016ء) سعودي عربستان كښې د پاكستان سفير منظورالحق وئېلي دي مونږ په مكه معظمه د حوثيانو د توغندي بريد په سختو ټكو غندنه كوو۔دې بريد ټول مسلمانان خفه كړي ۔سعودي عرب كښې پاكستاني سفير د زيارت په ورځ خپل يو بيان كښې ووئيل پاكستان او سعودي يو بل سره پخوانۍ اړيكې لري او دواړه هېوادونه يو بل سره په جيو پولټيكل ګټه او ديني خپلولو تړلې دي۔

ده ووئيل په سعودي عربستان كښې پاكستانيان په لوېه شمېره كار كوي٬وزيراعظم محمد نواز شريف په مارچ كښې د سعودي عرب دوره كړې وه٬ده د سعودي عرب دورې په مهال د نادرن ټهنډر ملټري مشقونو اختتامي دستوره كښې ګډون هم كړی وو۔پاكستاني سفير زياته كړه چې د باكستان سېنېټ هم د يو متفقه قرارداد د لارې ملګرو ملتونو څخه په مكه معظمه د بريد كوونكو حوثيانو په ضد د بشپړه كاروائۍ كولو غوښتنه كړې وه۔(وا/ض ض/وس/1910)