وزیراعظم محمد نواز شریف د رعد البرق شريك پوځي مشقونو څارنې له د خېر پور ټاميوالي رېنج ته لاړو

وزیراعظم محمد نواز شریف د رعد البرق شريك پوځي مشقونو څارنې له د خېر پور ټاميوالي رېنج ته لاړو

خېرپور ټامیوالي (پاکستان نیوز پوائنٹ 16نومبر2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف رعد البرق شريك پوځي مشقونو څارنې له چولستان صحرا خېر پور ټاميوالي رېنج ته لاړو۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف ٬ د خزانې وزير اسحق ډار٬ د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف ٬د فضائي مشر اېئر چیف مارشل سهېل امان ، د سمندري ځواك مشر اېډمرل ذکاء اﷲ، د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق، د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر جنجوعه او ځينو سفيرانو د پوځي مشقونو څارنه وكړه۔ د سعودي عربستان د پوځ دوهم مشر د سعودي ولي عهد لخوا د پوځي مشقونو څارنې له په خاص توګه پاكستان ته راغلے دے۔