د پاکستان دفاع ناقابل تسخیر ده٬ د هر ډول جارحيت بشپړه ځواب به وركولې شي

د كشمير كشالې په جدي توګه حل كولو ته اړتيا ده ٬ سي پېك د پاكستان او چين د ښه مرستې عكاسي كوي۔د وزیراعظم محمد نواز شریف د پاك پوځ او هوائي ځواك شرېک پوځي مشقونو په موقع دستورې ته وېنا

د پاکستان دفاع  ناقابل تسخیر ده٬ د هر ډول جارحيت بشپړه ځواب به وركولې شي
د كشمير كشالې په جدي توګه حل كولو ته اړتيا ده ٬ سي پېك د پاكستان او چين د ښه مرستې عكاسي كوي۔د وزیراعظم محمد نواز شریف د پاك پوځ او هوائي ځواك شرېک پوځي مشقونو په موقع دستورې ته وېنا

خېرپور ټامیوالی (پاکستان نیوز پوائنٹ 16نومبر2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د پاکستان دفاع ناقابل تسخیر ده٬ د هر ډول جارحيت بشپړه ځواب به وركولې شي٬ د كشمير كشالې په جدي توګه حل كولو ته اړتيا ده٬ سي پېك د پاكستان او چين د ښې مرستې عكاسي كوي۔ وزيراعظم ددې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د پاك پوځ او هوائي ځواك شريک پوځي مشقونو په موقع دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔

ده ووئيل پوځي مشقونه د دې خبرې عكاسي كوي چې پاك پوځ د هر ډول جارحيت مخنيوي له چمتو دے۔ وزیراعظم ووئيل د پوځي مشقونو په څارنه ډېر خوشحاله يم ۔ ده ووئيل ضرب عضب عمليات د ترهه ګرۍ په ضد د نړۍ تر ټولو زيات موثره عمليات وو٬ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ قربانيو ته په درنه سترګه ګورو٬ د ضرب عضب عملياتو په سبب حکومتي رټ بحال شوې۔ وزیراعظم ووئيل دښمن پاكستان كښې د پرمختګ عمل ليدل نه غواړي او ترهه ګر هېواد عدم استحكام سره مخ كول غواړي۔

وزیراعظم ووئيل دا خبره د افسوس وړ ده چې سوئيلي آسيا د شخړو نه ډكه ده او د كشمير د كشالې په سنجيدګۍ سره هوارې ضروري دے ٬ د كشمير كشاله دې د كشميري اولس د هيلو او د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې هواره كړې شي٬ د ډز بندۍ لوظنانې خلاف ورزي د اندېښنې وړ ده ۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان سباٶن روښانه دې د هېواد درجه بندي زياته شوې او نړيوالې ادارې د پاكستان د معاشي پرمختګ اعتراف كوي٬ زمونږ وسله وال ځواكونه د خپل كار د استعداد په سبب د نړۍ په ښه ځواكونو كښې شامل دي ۔

ده ووئيل مونږ د نورو هېوادونو په معاملو كښې د لاس نه وهلو په پاليسۍ عمل كوٶ۔ وزیراعظم ووئيل د پاك چين اقتصادي لارې منصوبه په بشپړه توګه فعالېږي٬ سي پېك د پاكستان او چين د ښه مرستې عكاسي كوي٬ د سي پېك ټولې منصوبې به په وخت ترسره كولې شي او د دې له مخې ګواردر څخه وړومبۍ تجارتي بېړۍ روانه شوې ده.