د غېر رجسټرډ افغان كډوالو پاتې كېدو موده(نن)ختمېږي۔د سېفران وزارت چارواكي

د غېر رجسټرډ افغان كډوالو پاتې كېدو موده(نن)ختمېږي۔د سېفران وزارت چارواكي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 14نومبر2016ء) په هېواد كښې د مېشته غېر رجسترډ افغان كډوالو پاتې كېدو موده(نن)د نهې پھ ورځ ختمېږي۔د سېفران وزارت چارواكو ترمخه د غېر رجسټرډ افغان كډوالو پاتې كېدو موده كښې د زياتوالي په اړه هېڅ پرېكړه نه ده شوې۔بيا هم پھ دې اړه به پرېكړه وفاقي كابينه كوي۔دا خبره دې ښكاره وي چې د افغان رجسټرډ كډوالو پاتې كېدو موده كښې تر 31 مارچ پراختيا وركړې شوې۔ د غېر رجسټرډ افغان كډوالو پاتې كېدو موده تر 15 نومبر 2016 مقرر كړې شوې وه كومه چې (نن) د نهې په ورځ ختمېږي۔