وفاقي وزير خواجه آصف او لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقادر بلوچ د هندي پوځ ناترڅه ډزو پېښې سخته غندنه وكړه

وفاقي وزير خواجه آصف او لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقادر بلوچ د هندي پوځ ناترڅه ډزو پېښې سخته غندنه وكړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 14نومبر2016ء) وفاقي وزير خواجه آصف او لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقادر بلوچ د هندي پوځ ناترڅه ډزو پېښې سخته غندنه كړی۔زمونږ پوځ د هندي كاروائۍ په زړه پورې ځواب وركوي۔نړيواله ورورولي دې د هندي جارحيت او په كنټرول لائن د درنې وسلې كارولو نوټس واخلي۔د شورو په ورځ مېډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير خواجه آصف ووئيل زمونږ سفارت كار به هم د هندي جارحيت معامله په نړيوالو فورمونو پورته كړي۔

ده ووئيل پاكستان كښې د معاشي پرمختګ په سوب هند خپل ځان غېر محفوظ تصور كوي۔د دې كبله دا ډول ګامونه پورته كوي۔د رياستونو او سرحدي چارو وفاقي وزير لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقادر بلوچ وئېلي هند ته به داسې ځواب وركړو چې ټول عمري به ياد ساتي۔ده ووئيل د اولس هر ماشوم د هېواد حفاظت له تيار دے۔ده ووئيل ټول قام پوځ سره يو شان ولاړ دے۔