اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) په جهلم كښې په ټرافيكي پېښه كښې 24 كسان سخت ژوبل شوي دي۔ د پي ټي وي راپور له مخې دا پېښه د زيارت په سهار د جهلم په مهتې سيمه كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د پنډوري څخه دينه ته تلونكې د مسافرو ګاډې ژورې كندې ته پرېوتو۔ په پېښه كښې 24 كسان سخت ژوبل شول كوم چې د رېسكيو 1122 ډلې د جهلم مركزي روغتون ته ورسول۔ زيات ژوبل شوي كسان زده كوونكي دي او پكښې د درې حالت اندېښمن ښودل شوے۔
جهلم كښې په ټرافيكي پېښه كښې 24 كسان سخت ژوبل شوي
8 کال لومړی
