په سندھ كښې سږ كال د اېډز 1362 كېسونه رامېنځ ته شوې دي

په سندھ كښې سږ كال د اېډز 1362 كېسونه رامېنځ ته شوې دي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) په سندھ كښې سږ كال د اېډز 1362 كېسونه رامېنځ ته شوې دي۔ جيو نيوز د سندھ اېډز كنټرول پروګرام لخوا د وركړې شويو شمېرو په اړه وئيلي دي چې د تېرو شلو كلونو په مهال په صوبه كښې د اېچ آئي وي 10 زره 652 كېسونه رامېنځ ته شوي دي چې پكښې د 70 فيصده كېسونو تعلق كراچې سره دے۔ د شمېرو له مخې يوازې سږ كال په سندھ كښې تر اوسه د اېډز 1362 كېسونه رامېنځ ته شوي دي۔ د پروګرام منېجر ډاكټر يونس چاچړ له مخې د اېډز داسې د زرګونو په شمېرو رنځوران دي كوم چې رجسټرډ نه دي٬ د دوي رجسټرډ كولو لپاره اقدامات كولې شي.