امريكې سره په تاريخي اړيكو كښې د بهترې توقع ده۔ د سعودي باچا لخوا ډونلډ ټرمپ ته مباركي

امريكې سره په تاريخي اړيكو كښې د بهترې توقع ده۔ د سعودي باچا لخوا ډونلډ ټرمپ ته مباركي

رياض (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز آل سعود په خپل يو ځانګړي پېغام كښې ډونلډ ټرمپ ته د امريكې د اولس مشر په ټاكل كېدو مباركي وركړې۔ د مېډيا راپورونو له مخې په خپل پېغام كښې د سعودي باچا د سعوي حكومت او اولس لخوا ډونلډ ټرمپ او د امريكائي اولس پرمختګ او بريا او په مېنځني ختيز او ټوله نړۍ كښې امن لپاره د نوي اولس مشر د كردار په اړه د هيلې څرګندونه وكړه۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې ستائيلو سره ووئيل چې توقع ده چې دا اړيكې به لا قوي او بهترې شي۔