اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي شخصي څانګه د معيشت په پرمختګ كښې د ملا د تير حېثيت لري او هغوي دې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژه كښې زيات نه زيات ګډون كولو لپاره خپلې هڅې تندې كړي٬سي پېك په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ودې له نوې موخې پېدا كوي٬د اروپاﺀ ګاډو جوړونكي كمپني رينالټ پشمول زياتره غېر ملكي سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي۔
د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اينډ انډسټري پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړه د كومې مشري چې خالد اقبال ملك كوله۔احسن اقبال ووئيل د چين اعلٰی كچ پلاوي په ګڼو غونډو كښې د سي پېك د لارې پاكستان كښې صنعتي پرمختګ ته د ودې وركولو باور راكړې بايد مونږ داسې څه اقدام ونه كړو چې ورسره د چين خېرسګالۍ وځپلې شي۔ده ووئيل سوداګره ورورولي دې سي پېك كښې جوائنټ وينچرز او پارټنرشپ لپاره هڅې تندې كړي او دې مقصد له دې د ټېكنالوجي او مشينري اپ ګرېډ كولو ته پام لرنه وكړي۔
ده ووئيل چين جديده ټېكنالوجي او پوهه لري مونږ ښه افرادي قوت لرو۔د دواړو هېوادونو ترمينځه د كاروباري شراكتدارۍ پراخا موقعې شته۔ده ووئيل حكومت قوي انډسټري اكيډيميا رابطو ته وده وركولو سره پاكستان نالج اكانومي جوړول غواړي۔په دې موقع د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر خالد اقبال ملك ووئيل د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژې څخه پاكستان ډيرې هيلې لري۔ده په دې خبره زور راوړو چې حكومت دې د دې پروژې په اړه د شخصي څانګې تحفظات لرې كولو لپاره ګامونه پورته كړي او ځايې سوداګرو له دې پروژه كښې د برابرې سرمايه كارۍ موقعې وركړي۔(ص ف/ض ض/وس/2118)