حكومت د رېلويز د اهميت نه خبر دے او د رېلوے اپ ګرېډېشن له هر ډول مرسته كوي۔د خزانې وزير اسحاق ډار د پاكستان رېلويز مين لائن ون اپ ګرېډېشن په اړھ غونډې ته وېنا

حكومت د رېلويز د اهميت نه خبر دے او د رېلوے اپ ګرېډېشن له هر ډول مرسته كوي۔د خزانې وزير اسحاق ډار د پاكستان رېلويز مين لائن ون اپ ګرېډېشن په اړھ غونډې ته وېنا

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي حكومت د رېلويز د اهميت نه خبر دے او د رېلوے اپ ګرېډېشن له هر ډول مرسته كوي۔ده د پاكستان رېلويز مين لائن ون اپ ګرېډېشن لپاره د مالياتي انتظاماتو جاج اخستو په اړه د غونډې مشري كوله۔د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال او نورو اړوندو سېكترانو هم په غونډه كښې ګډون كولو۔

د خزانې وزير د رېلوے سېكتر ته سپارښتنه وكړه چې د اپ ګرېډېشن په اړه تفصيلي راپور جوړ كړي چې پكښې د وسائلو ښه كارول تر نظر وساتلې شي۔ده د اقتصادي چارو ډويژن او د منصوبه بندۍ وزارت ته سپارښتنه وكړه چې د چائنه ايګزم بانك او آسيائي پرمختيائي بانك غوندې ادارو څخه د رعايتي فنانسنګ زريعې ولټوي۔په دې موقع د رېلوے وزير خواجه سعد رفيق د خزانې وزير د اړخه په مرسته كولو د هغه مننه وكړه۔

د رېلوے سېكتر د خزانې وزير ته بريفنګ وركولو سره ووئيل د پروژې فيزبېلټي سټدي بشپړه شوې او سي ډي ډبليو پي جون 2016 كښې د پي سي ون منظوري وركړې۔دا پروژه به پړاونو كښې بشپړولې شي۔ ده ووئېل په وړومبي پراؤ كښې به د كراچۍ نه تر لاهور او ټېكسلا نه تر حوېلو برخه بشپړولې شي۔په دې موقع وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل د منصوبه بندۍ وزارت به دې پروژې له د رېلوے وزارت مرسته كوي۔