د پاكستان هند ته په كنټرول لائن د ډزبندۍ په پرله پسې خلاف ورزۍ كولو سخت احتجاج

پاكستان كښې د هند دوهم هائي كمشنر خارجه دفتر ته راوغوښتلې شو٬احتجاجی مراسله ورته وركړې شوه

د پاكستان هند ته  په كنټرول لائن د ډزبندۍ په پرله پسې خلاف ورزۍ كولو سخت احتجاج
پاكستان كښې د هند دوهم هائي كمشنر خارجه دفتر ته راوغوښتلې شو٬احتجاجی مراسله ورته وركړې شوه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) پاكستان كښې د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګ د نهې په ورځ خارجه دفتر ته راوغوښتلې شوې او د هندي ځواكونو لخوا په كنټرول لائن د ډز بندۍ خلاف ورزۍ په كولو ورته سخت احتجاج رېكارډ كړې شوې دې ۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه د سوئېلي آسيا او سارك ډي جي محمد فېصل هندي دوهم هائي كمشنر خارجه دفتر ته راوغوښتو او هغه ته يې د نومبر په 8مه نېټھ د هندي ځواكونو لخوا په لائن آف كنټرول بټل او خيراتا سېكټرو كښې د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ احتجاجي مراسله وركړه ۔

د خارجه چارو دفتر وياند ترمخه ډي جي دوهم هندي هائي كمشنر راوغوښتو او په 8 نومبر د هندي ځواكونو د بې درېغه ډزو په نتيجه كښې ئې د 4 بې ګناه وګړو د شهادت او 7 نورو په ژوبل كېدو ورته سخت احتجاج ريكارډ كړو۔ د وياند ترمخه هند د سيز فائر 222 وارې خلاف ورزي كړې۔ د هندي پوځ د بې درېغه ډزو په نتيجه كښې تر دې دمه 26 عام وګړي مړه او 107 نور ژوبل شوي دي۔ د وياند ترمخه ډي جي په هند زور راوړو چې هغه دې د ډزبندۍ لوظ نامې پابندي وكړي۔د پېښې په اړه پلټنو څخه دې پاكستان خبر كړي ٬كلي دې په نښه كولو څخه ډده وكړي شي او په اېل او سي دې امن له ګامونه پورته كړې شي۔