د ترهه ګرۍ په ضد كامياب جنګ ٬ سيمه ايز امن ٬ د سلامتيا او سوكالۍ شريكو مقاصدو ترلاسه كولو له د پاكستان او امريكا ترمينځھ پرله پسې نزدې مرسته ډېر مهمه ده۔

پاكستان امريكې سره اقتصادي او تجارتي اړيكې لا پراخا كول غواړي۔ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د امريكې قامي ورځې او الېكشن ډے دستوره كښې د خاص مېلمه په حېثث خطاب

د ترهه ګرۍ په ضد كامياب جنګ ٬ سيمه ايز امن ٬ د سلامتيا او سوكالۍ شريكو مقاصدو ترلاسه كولو له د پاكستان او امريكا ترمينځھ پرله پسې نزدې مرسته ډېر مهمه ده۔ 
پاكستان امريكې سره اقتصادي او تجارتي اړيكې لا پراخا كول غواړي۔ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د امريكې قامي ورځې او الېكشن ډے دستوره كښې د خاص مېلمه په حېثث خطاب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي د ترهه ګرۍ په ضد كامياب جنګ ٬ سيمه ايز امن ٬ د سلامتيا او سوكالۍ شريكو مقاصدو ترلاسه كولو له د پاكستان او امريكې ترمينځھ پرله پسې نزدې مرسته ډېر مهمه ده۔ پاكستان امريكې سره اقتصادي او تجارتي اړيكې لا پراخا كول غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزرير د امريكې قامي ورځې او الېكشن ډے دستوره كښې د خاص مېلمه په حېثث خطاب كښې وكړه۔

ده ووئيل زه دې دستوره كښې د وزيراعظم او پاكستاني اولس د يو استازي په حېث ګډون كولو باندې خوشحالي محسوسوم۔ ده ووئيل پاكستان او امريكا ترمينځھ اړېكي ډېرې پخوانۍ دي۔ دا دوه اړخيزه اړيكې په آزادۍ ٬ جمهوريت ٬ انفرادي حقونو او اولس په طاقت د باور لرلو په شريكو تصوراتو اډانه دي۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم نواز شريف 2013ﺀ كښې حكومت ترلاسه كولو سره امريكې سره اړيكې ګڼ اړخيزې او د دواړو هېوادونو لپاره ګټه ورې جوړولو له هڅې كړې او په دې لړ كښې د امريكائي اولس مشر بارک اوباما او وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ او بصيرت په سوب زمونږ اړيكې مستحكمېدو سره سره لا پراخه شوې۔

اسحاق ډار ووئيل پاكستان د امريكې مهم اقتصادي او پرمختيائي ملګرے دے۔ مونږ د خپل اولس شيريكې ګټې له اقتصادي او تجارتي اړيكې لا زياتول غواړو۔ ده ووئيل مونږ په دې باور لرو چې د پاكستان او امريكې ترمينځه پرله پسې نزدې مرسته د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كاميابولو ٬ سيمه ايز امن او د سوكالۍ شريكو مقاصدو ترلاسه كولو له ډېره مهمه ده۔ د خزانې وفاقي وزري ووئيل زه امريكائي ملګرو ته د پاكستان وزيراعظم ٬ اولس او خپل اړخه د قامي ورځې مباركي وركوم۔ ده ووئيل مونږ آزادۍ ٬ جمهوريت ٬ امن او د سوكالۍ شريكو مقاصدو ترلاسه كولو له د امريكا نوې حكومت سره په ګډه كار كول غواړو.