اولس مشر ممنون حسېن سره وزيراعظم محمد نواز شريف وليدل۔

د هېواد په مجموعي وضعه او په مهمو قومي چارو خبرې اترې وشوې حكومت به د پرمختيائي تږلارې څخه پام بل خوا نه ګرځوي او د هېواد پرمختګ او د اولس د ژوند بهترۍ لپاره به پرمختيائي پروژې په بيړه بشپړولې شي۔ د ملاقات په مهال خبرې

اولس مشر ممنون حسېن سره وزيراعظم محمد نواز شريف وليدل۔
د هېواد په مجموعي وضعه او په مهمو قومي چارو خبرې اترې وشوې حكومت به د پرمختيائي تږلارې څخه پام بل خوا نه ګرځوي او د هېواد پرمختګ او د اولس  د ژوند بهترۍ لپاره به پرمختيائي پروژې په بيړه بشپړولې شي۔ د ملاقات په مهال خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) اولس مشر ممنون حسېن او وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي حكومت به د پرمختيائي تږ لارې څخه خپل پام بل خوا نه ګرځوي او د هېواد پرمختګ او د اولس د ژوند بهترۍ لپاره به پرمختيائي پروژې په تندۍ سره بشپړولې شي۔دوي دا خبرې د شورو په ورځ ايوان صدر كښې د ملاقات په مهال وكړې۔د اولس مشر ممنون حسېن او د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ ملاقات كښې دواړو مشرانو د هېواد په مجموعي وضعه او په مهمو قامي چارو خبرې وكړې۔

د ايوان صدر لخوا جاري شوي بيان له مخې پھ ملاقات كښې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په پروژه٬د توان په پروژو٬په امن او امان٬په كنټرول لائن او د مقبوضه كشمير په وركننګ باؤنډري د پېدا شوي صورتحال پشمول په ټولو چارو خبرې وكړې شوې۔وزيراعظم اولس مشر د حكومت لخوا اقتصادي او د اولس خېرښېګړې لپاره د شويو اقداماتو څخه خبر كړو۔اولس مشر د حكومت معاشي پالېسۍ ستائېلو سره ووئيل د دې پالېسو په نتيجه كښې قامي معيشت قوي شوې او اثرات يې عام وګړي ته رسي۔

اولس مشر د پاكستان د اقتصادي وضعې بهترۍ په اړه د نړيوالو مالياتي ادارو په راپور د اطمينان څرګندونه وكړه۔اولس مشر او وزيراعظم د پاكستان او چين د اقتصادي لارې د كار په رفتار د اطمينان څرګندونې سره ووئيل دا پروژه به نه يوازې پاكستان بلكې ټولې منطقې لپاره ګټوره وګرځي۔دواړو مشرانو عزم وكړو چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې د لويې پروژې څخه به ټولې صوبې او منطقې يو ډول ګټه پورته كولې شي ۔

دواړو مشرانو په دې خبره اطمينان څرګند كړو چې د سي پېك پروژې له مخې د توان پروژو په وخت ترسره كېدو سره به هېواد كښې تر كال 2018م لوډشېډنګ ختم شي۔اولس مشر او وزيراعظم د ضرب عضب عملياتو په مهال په ترلاسه شويو كاميابو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل په هېواد كښې د وروستي ترهه ګر تر خاتمې به دا عمليات روان وي۔دواړو مشرانو د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد د وسله والو ځواكونو او د قانون نافذ كونكو ادارو د افسرانو او ځوانانو قربانيو ته د عقيدت پیرزويئنې وړاندې كړې او دا عزم ئې څرګند كړو چې د هېواد په ټولو برخو كښې د امن بحالۍ لپاره به دا عمليات روان ساتلې شي۔

په دې موقع د منطقې د وضعې جاج هم واخستلې شو او دواړو مشرانو په منطقه كښې ګاونډيانو هېوادنو سره د دوستۍ د اړيكو له خوښي ښكاره كړه ٬په ملاقات كښې دواړو مشرانو په مقبوضه كشمير كښې د روان ظلم سخته غندنه وكړه۔دوي نړيوالې ټولنې ته غږ وكړو چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كولو لپاره خپل كردار ترسره كړئ۔