په مېډيكل كالجونو كښې داخلې لپاره د مېرټ په خلا ف ورزۍ به سخته كاروائي كولې شي۔سائره افضل تارړ

په مېډيكل كالجونو كښې داخلې لپاره د مېرټ په خلا ف ورزۍ به سخته كاروائي كولې شي۔سائره افضل تارړ

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) د روغتيا دوهمې وزيرې سائره افضل تارړ وئېلي دي په مېډيكل كالجونو كښې داخلې لپاره د مېرټ په خلا ف ورزۍ به سخته كاروائي كولې شي۔د شورو په ورځ په يو بيان كښې هغې ووئيل په مېډيكل كالجونو كښې د داخلې لپاره په پالېسۍ به پھ سختۍ سره عمل كولې شي۔هغې ووئيل كه په دې لړ كښې خلاف ورزي وكړې شوه نو سخته كاروائي به كولې شي۔هغې ووئيل د پالېسۍ له مخې به د ټولو مېډيكل كالجونو څارنه كولې شي۔په شخصي مېډيكل كالجونو كښې دې د داخلې په مهال د هداياتو او قواعدو خيال باوري كړې شي٬ هغې ووئېل ټول شخصي مېډيكل كالجونه دې د مېرټ لسټ پابندي وكړي۔ټولو كالجونو لپاره يو ډول فيس مقرر دے او څوك هم زياتې پېسې نه شي اخستې۔