د سيد خورشيد شاه او د شېخ رشيد احمد ترمينځه خوندوره مكالمه

د سيد خورشيد شاه او د شېخ رشيد احمد ترمينځه خوندوره مكالمه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) د پارلمان په لاره په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه او د قامي اسمبلۍ غړي شېخ رشيد احمد ترمينځه خوندوره سياسي مكالمه شوې ۔د شورو په ورځ د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ د غونډې نه پس په لاره كښې شېخ رشيد احمد سيد خورشيد شاه ته ووئيل چې شاه جي ته ولې د عمران خان مخالفت نه پرېږدي۔د دې په ځواب كښې خورشيد شاه ووئيل زه يو غېرت مند سياستمدار يم۔شېخ رشيد ورتخه ځواب كښې ووئيل عمران خان هم سياستمدار دے٬خورشيد شاه ووئيل چې پرېږده شېخ صېب٬دلته د (ن)ليګ خلق هم ولاړ دي بيا به خبره وكړو۔زه به ستا د لارې عمران خان ته پېغام لېږم۔