كه د امريكې اولس مشر هر څوك وي د پاكستان او امريكې اړيكې به دوامداره وي۔

سيده عابده حسېن روسيې٬چين٬بېلاروس٬تاجكستان او نورو هېوادونو سره د غوره اړيكو جوړولو اړتيا ده ۔سناتور لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقيوم

كه د امريكې اولس مشر هر څوك وي د پاكستان او  امريكې اړيكې به دوامداره وي۔
سيده عابده حسېن روسيې٬چين٬بېلاروس٬تاجكستان او نورو هېوادونو سره د غوره اړيكو جوړولو اړتيا ده ۔سناتور لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقيوم

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) پخوانۍ سفيرې سيده عابده حسېن وئېلي دي كه د امريكې اولس مشر هر څوك وي د پاكستان او امريكې اړيكې به دوامداره ساتلې شي۔راډيو پاكستان سره خبرو كښې د پاكستان او امريكې د اړيكو په اړه د پوښتنې په ځواب سيده عابده حسېن ووئيل د نوي اولس مشر د ټاكنې په نتيجه كښې به د پاكستان او امريكې په اړيكو كوم آغېز نه پريوځې۔

هغې ووئيل امريكا هند سره اقتصادي٬معاشي او دفاعي ګټې لري٬پاكستان ته دوهم حېثيت وركوي۔پھ دې موقع د پاكستان مسلم ليګ(ن)سناتور لېفټيننټ جنرل(ر)عبدالقيوم ووئيل امريكا چې كله هم پاكستان ته ضرورت لري نو اړيكې ښې كړي او چې كله يې ضرورت نه لري نو بيا اړېكې هغسې پاتې ني شي۔ده ووئيل پاكستان د امريكې نه زياتې هيلې نه لري خو اروپاﺀ او امريكې سره د ډپلوميسۍ نه كار اخستو سره به روسيې٬چين٬بېلاروس٬تاجكستان او نورو هېوادونو سره اړيكې ښې كول ضرورت دے.