په ضرب عضب عملياتو كښې د ځپليو كورنيو معاوضې لپاره 1 ارب 29 كروړه روپۍ د خېبرايجنسۍ پولټيكل ايجنټ ته جاري كړې شوې

په ضرب عضب عملياتو كښې د ځپليو كورنيو معاوضې لپاره 1 ارب 29 كروړه روپۍ د خېبرايجنسۍ پولټيكل ايجنټ ته جاري كړې شوې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) په ضرب عضب عملياتو كښې د ځپليو كورنيو معاوضې ادا كولو لپاره 1 ارب 29 كروړه 44 لكه روپۍ د خېبرايجنسۍ پولټيكل ايجنټ ته جاري كړې شوې دي ۔د فاټا سېكرټرېټ د تعليم او بحالۍ پروګرام منيجر حماد خان اے پي پي ته ووئيل سروے ډلې د خېبرايجنسۍ د كډوالو د كورونو د زيان اندازه لګولو كار پېل كړے دے ۔تراوسه د خېبرايجنسۍ د 3782 كورنو سروے شوې چې پكښې 2872 كورونه په بشپړه توګه تباه شوي او 910 كورونو ته زيان رسېدلې۔ده ووئيل فاټا سېكرټرېټ د خېبرايجنسۍ د پولټيكل ايجنټ اكاؤنټ ته د معاوضې ادا كولو لپاره 1 ارب 29 كروړه 44 لكه روپۍ منتقل كړې دي۔د معاوضې وركولو لړۍ روانه ده۔ده ووئيل د فاټا نورو سيمو كښې هم د سروے كار روان پېل كړے شو ے۔