د اقبال فكر څخه لارښودنه ترلاسه كولو سره د سوئېلي آسيا منطقه د سيمه ايز امن بنياد جوړېدے شي٬

د علامه اقبال فكر سره د تړون غوښتنه ده چې مونږ پاكستان په حقيقي معنو كښې جمهوري٬فلاحي هېواد جوړ كړو۔د وزيراعظم محمد نواز شريف دعلامه محمد اقبال د زېږېدنې ورځې پھ مهال پیغام

د اقبال فكر څخه لارښودنه ترلاسه كولو سره د سوئېلي آسيا منطقه د سيمه ايز امن بنياد جوړېدے شي٬
د علامه  اقبال فكر سره د تړون غوښتنه ده چې مونږ پاكستان په حقيقي معنو كښې جمهوري٬فلاحي هېواد جوړ كړو۔د وزيراعظم محمد نواز شريف دعلامه محمد اقبال د زېږېدنې ورځې پھ مهال پیغام

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 8نومبر2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي د اقبال فكر څخه لارښودنه ترلاسه كولو سره د سوئېلي آسيا منطقه د سيمه ايز امن بنياد جوړېدے شي٬ د علامه اقبال فكر سره د تړون غوښتنه ده چې مونږ پاكستان په حقيقي معنو كښې جمهوري٬فلاحي هېواد جوړ كړو٬اقبال زمونږ په قامي اوفق هغه روښانه ستورې دے چا چې يو داسې وخت كښې مونږ ته لاره وښودله كله چې مونږ د غلامۍ په تيارو كښې د خپل منزل نښې وركې كړې وې۔

ده دا خبره د ختيز شاعر علامه محمد اقبال د زېږېدونې ورځ په مهال په خپل پېغام كښې وكړه كومه چې(نن) د شورو په ورځ لمانځلې شي۔ده ووئيل اقبال د خپلې شاعرۍ د لارې مونږ كښې د عمل كولو هغه قوت پېدا كړو د كوم په بنياد چې مونږ نه يوازې مايوسۍ ته ماتې وركړه بلكې خپل منزل ته هم ورسېدو۔وزيراعظم ووئيل اقبال د پاكستان خوب وليدو او دا يې هم وښودله چې دا خوب كله رښتيا شي نو اولس به كوم قسم فكري او عملي مسئلو سره مخ وي۔

ده ووئيل علامه محمد اقبال په خطبه اله آباد كښې پھ سوئېلي آسيا كښې د مسلمانانو د محفوظ سباؤن نقشه وړاندې كړه او په خپلو علمي خطباتو كښې يې هغه فكري او عملي مسئلې وړاندې كړې كومې چې يو نوې هېواد ته رامخې ته كېدے شي۔ده ووئيل نن د اقبال فكر سره د تړون غوښتنه دا ده چې مونږ پاكستان په حقيقي معنو كښې جمهوري او فلاحي هېواد جوړ كړو۔ده ووئيل نن ضروري ده چې مونږ د اقبال د فكر په رڼا كښې معاشي مسئلې حل كړو۔

وزيراعظم ووئيل دا د حكومت او اولس اجتماعي ذمه واري ده چې هغوي د اقبال فكر په لارښودنه كښې ملت جوړولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔د اقبال په نزد د هند وېش د امن ناكه برصغير ضمانت وو۔د دې كبله د پاكستان جوړېدل زمونږ لپاره لويې نعمت دے كوم چې مونږ ته د تهذيبي او سياسي ټكر څخه د بچ كېدو لاره ښائي۔ وزيراعظم ووئيل كه د سوئېلي آسيا پھ كچه مونږ د اقبال فكر څخه لارښودنه ترلاسه كړو نو دا د سيمه ايز امن بنياد جوړېدے شي۔