د نواز شريف څخه د اولس په عدالت كښې ماتې خوړونكي اوس سترې محكمې ته تللي دي٬دا جنګ د پاكستان د پرمختګ او استحكام جنګ دے٬ مونږ به دا د شواهدو او رېښتاو په بنياد ګټو۔ طلال چوهدري

د نواز شريف څخه د اولس په عدالت كښې ماتې خوړونكي اوس سترې محكمې ته تللي دي٬دا جنګ د پاكستان د پرمختګ او استحكام جنګ دے٬ مونږ به دا د شواهدو او رېښتاو په بنياد ګټو۔ طلال چوهدري

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 7نومبر2016ء) د پاكستان مسلم ليګ﴿ن﴾ لارښود او د قومي اسمبلۍ غړي طلال چوهدري وئيلي دي چې د نواز شريف څخه د اولس په عدالت كښې ماتې خوړونكي اوس سترې محكمې ته تللي دي٬ دا جنګ د پاكستان د پرمختګ او استحكام جنګ دے٬ مونږ به دا د شواهدو او رېښتاو په بنياد ګټو۔ د سترې محكمې په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې مخالفين د وزيراعظم محمد نواز شريف احتساب نه بلكې انتقام غواړي او د نواز شريف نه زيات د هغه د بچو د سياسي شعور نه يره لري۔

ده ووئيل چې عمران د دې نه وړاندې د درغلې تورونه لګولي وو په كومو كښې چې هغه پاتې راغلې۔ ده ووئيل چې ماتې خوړونكي عناصر داسې خبرې كوي چې حقيقت سره ئې هېڅ تعلق نه وي۔ ده ووئيل چې عمران خان د آف شور كمپنو تورونه لګوي او حال دا دے چې عمران خان په خپله آف شور كمپنې لري۔ ده ووئيل چې زمونږ په ضد هره ورځ دريځ بدلونكي د دروغتو تورونه لګوي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف وړاندې هم كامياب شوے او اوس به هم كاميابې سره مخ كېږي۔