د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق پارلماني پلاوي سره په درې ورځنې دوره بحرېن ته لاړو

د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق پارلماني پلاوي سره په درې ورځنې دوره بحرېن ته لاړو

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 7نومبر2016ء) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق نهه كسيزه پارلماني پلاوي سره په درې ورځنې دوره بحرېن ته لاړو۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د قومي اسمبلۍ سپيكر دا دوره د بحرېن د سپيكر په بلنه كوي۔ په پلاوي كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر نه علاوه د قومي اسمبلۍ غړي محمد رشید ، سلطان محمود هنجرہ ، شهناز اسلم، سلیم ملک، ډاکټر شازیه ثوبیه ، فقیر شیر محمد بلالاني، محمد مزمل قریشي ، عائشه سیدہ او محمد اعجازالحق شامل دي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر به د بحرېن سپيكر نه علاوه د بحرېن سياسي مشرانو او تجارانو سره ملاقاتونه كوي۔ د ملاقاتونو په مهال به د شريكې خوښې په چارو خبرې كولې شي۔