سېنېټ د پخواني سناتور سيد قمر شاه په مړينه د غمرازۍ د قرارداد منظوري وركړه

سېنېټ د پخواني سناتور سيد قمر شاه په مړينه د غمرازۍ د قرارداد منظوري وركړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 4 نومبر2016ء) سېنېټ د پخواني سناتور سيد قمر شاه په مړينه د غمرازۍ د قرارداد منظوري وركړې۔ د جمعې پھ ورځ سناتور تاج حېدر په دې لړ كښې قرارداد وړاندې كړو٬ قرارداد كښې وئېلي شوي چې دا ايوان د پخواني سناتور سيد قمر شاه په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كوي۔سيد قمر شاه يو مشر سياستمدار وو٬هغه د سېنېټ غړي كېدو سره سره د د قامي اسمبلۍ او سندھ اسمبلۍ غړې هم پاتې شوې او د سندھ اسمبلۍ د دوهم سپيكر په توګه يې خپل ذمه وارۍ ترسره كړي دي۔هغه تر 1977 د سېنېټ غړې پاتې شوېهغه په خپل دور كښې دوه وارې زندان ته تلې او د پيپلز ګوند په مؤسس غړو كښې شامل وو۔د ده هېواد لپاره خذمات به تل ياد ساتلې شي۔