پاكستان كښې په اقتصادي او دفاعي مېدان كښې پرمختګ د مسلم ليګ(ن) په دور كښې شوې٬

د بل سپكاوې كونكي پرله پسې دروغ ويونكي او ناوړه ژبه كارونكې كله هم د پاكستاني اولس لارښود جوړېدے نه شي٬ پاكستان د پرمختګ او څوكالۍ په لار روان دے٬مخالفين د پرمختګ په لاره كښې خنډان راولاړوي٬كهوټه او كلهر سيداں كښې د 100 كلوميټر سړكونو جوړولو له به فنډز وركولې شي۔ د د وزيراعظم نواز شريف نړھ كهوټه كښې اولسي غونډې ته خطاب

پاكستان كښې په اقتصادي او دفاعي مېدان كښې پرمختګ د مسلم ليګ(ن) په دور كښې شوې٬
د بل سپكاوې كونكي پرله پسې دروغ ويونكي او ناوړه ژبه كارونكې كله هم د پاكستاني اولس لارښود جوړېدے نه شي٬ پاكستان د پرمختګ او څوكالۍ په لار روان دے٬مخالفين د پرمختګ په لاره كښې خنډان راولاړوي٬كهوټه او كلهر سيداں كښې د 100 كلوميټر سړكونو جوړولو له به فنډز وركولې شي۔ د د وزيراعظم نواز شريف نړھ كهوټه كښې اولسي غونډې ته خطاب

نړھ كهوټه (پاکستان نیوز پوائنٹ 4 نومبر2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې پاكستان كښې په اقتصادي او دفاعي مېدان كښې پرمختګ د مسلم ليګ(ن)په دور كښې شوې٬د بل سپكاوې كونكي پرله پسې دروغ ويونكي او ناوړه ژبه كارونكې كله هم د پاكستاني اولس لارښود جوړېدے نه شي٬پاكستان د پرمختګ او څوكالۍ په لار روان دے٬مخالفين د پرمختګ په لاره كښې خنډان راولاړوي۔

د دې خيالاتو څركندونه ده د جمعې پھ ورځ نړھ كهوټه كښې يوې اولسي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔غونډې ته د پاكستان مسلم ليګ(ن)چيئرمېن راجه ظفرالحق٬د پیټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي او صوبائي وزير راجه اسرار اشفاق سرور هم خطاب وكړو۔وزيراعظم په خپل خطاب كښې د تحصيل هېډكوارټر روغتون نوې جوړولو٬ 12 سكلونو ته د هائير سكنډري سكولونو درجه وركولو٬ د جينكو كالج جوړولو او په كهوټه او كلهر سيداں كښې د 100 كلوميټره سړكونو جوړولو له د فنډز اعلان وكړو۔

وزيراعظم ووئيل د مسلم ليګ(ن)په حكومت كښې اتومي چاودنې كولو سره د هېواد دفاع مضبوطه كړی شوه٬د پرمختګ او څوكالۍ له موټرويز جوړې شوې٬د برېښنا او ګاز منصوبې پیل كړی شوې٬په كشمير نړيوال ضمير بېدار كړی شو٬ګوادر څخه تر خنجراب لاره جوړولې شي۔ده ووئيل د نړھ سيمه يوه ښكلې سيمه ده٬زه غواړم چې د مري او نور سېل ځايونو پشان دلته هم سېلګري راشي۔

ده ووئيل پاكستاني اولس يو ښه اولس دے٬دروغ ويونكي د دوي لارښود نه شي كېدے۔د خلكو سپكاوې كونكې لارښود جوړېدے نه شي۔ده ووئيل ما په ملګرو ملتونو كښې د كشمير مسئله په غوره ډول پورته كړی٬مونږ د چا نه يرېدونكې نه يو۔ده ووئيل د پرمختګ سفر تندۍ سره روان دے۔دا سفر ودرونكي به چرې كامياب نه شي۔دوي اولس مسترد كړي دي۔ده ووئيل مونږ ايماندارۍ سره او محنت سره كار كوو٬مونږ ته څوك ګوته نيولې نه شي۔

ده ووئيل د بې روزګارۍ ختمولو ته زر تر ټولو اول پام كوم۔ده ووئيل د بې وسه اولس درملنو له روغتونونه جوړولې شي۔رېلوے او پي آئي اے كښې ښه والې رامخې ته شوې۔ده ووئيل نړھ څخه تر اسلام آباد د دريو ساعتونو سفر كمولو سره به دا تر يو ساعت راوستلو له ستره لار جوړولې شي۔ده ووئيل د خنجراب څخه تر ګوادر د سترې لارې جوړېدو سره به د پاكستان او چين ترمينځه تجارت زيات شي او د چين تجارتي سامان به د پاكستان په لاره اروپائي منډيو ته رسولې شي۔

ده ووئيل پاكستان كښې برېښنا او ګاز په منصوبو كار روان ےد۔پخوانو حكومتونو د لوډ شېډنګ ختمولو له هېڅ نه دي كړې۔ده ووئيل د مخالفينو ايجنډا د پرمختګ نه ده٬اوس لوډشېډنګ كم شوې دې او دې ټولې سيمې ته به ګاز او برېښنا راشي۔ده ووئيل ما شاهد خاقان عباسي 14 مياشتې زندان تېر كړی٬زمونږ څه قصور وو چې د اټك قله كښې بنديوان وساتلې شو۔ده ووئيل زمونږ عزم كمزورې كولې نه شي۔

وزيراعظم د سيمې پرمختګ له اعلانونه كولو سره ووئيل دلته به ستره لار جوړولې شي۔د كهوټه تحصيل او كلهر سيداں ټولو يونين كونسلو ته به ګاز او برېښنا وركولې شي۔د كهوټه تحصيل هېډكوارټر روعتون به نوې جوړولې شي٬ 12 سكولونو ته به د هائير سكنډري سكولونو درجه وركولې شي دلته به كالج جوړولې شي٬په كهوټه او كلهر سيداں كښې به په 100 كلوميټره سړكونو جوړولو له فنډز وركولې شي۔

ده ووئيل پھ دې پروژو به اربونه روپۍ مصرف كېږي چې ورسره به د سيمې وروستو والې ختم شي۔د دې څخه وړاندې د پاكستان مسلم ليګ(ن)چيئرمېن راجه ظفرالحق ووئيل نن د كهوټه اولس وزيراعظم ته تود هركلے وئېلې دا سيمه د شهيدانو سيمه ده۔غونډې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي ووئيل نن يوه تاريخي ورځ ده٬مونږ سره نن هغه وزيراعظم موجود دې چا چې د پاكستان دفاع مضبوطه كړی او د توان ستونزې پشمول په ټولو ستونزو يې قابو موندلې۔ده ووئيل كال 2018 كښې به ټول اولس يو ځل بيا وزيراعظم په لويې اكثريت كاميابوي۔ده ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پشمول په نورو منصوبو كار په تندۍ سره روان دے۔ده ووئيل زمونږ مشرتابه د پاكستان پرمختګ له جدي هڅې كوي۔