د مخالفینو د احتجاج او دھرنو باوجود به حكومت خپله آئيني موده ترسره كوي۔ د دفاع وزير د سترې محكمې په خوا كښې ميډيا سره خبرې

د مخالفینو د احتجاج او دھرنو باوجود به حكومت خپله آئيني موده ترسره كوي۔ د دفاع وزير د سترې محكمې په خوا كښې ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 3 نومبر2016ء) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي چې د مخالفینو د احتجاج او دھرنو باوجود به حكومت خپله آئيني موده ترسره كوي۔ د زيارت په ورځ د سترې محكمې په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د مخالفينو د شور كولو باوجود د مسلم لیګ (ن) د حکومت د درې كالو نه زياته موده تېره كړې٬ حكومت نه دې تللې او نه چرته روان دے۔

ده ووئيل چې د اولس د خدمت لړې به روانه ساتلې شي۔ خواجه آصف ووئيل چې ﴿ن﴾ ليګ د خوارې په ګټه باور لري٬ د قبرونو په ګټه نه۔ ده ووئيل چې ليډر كاركنانو سره ودرېږي٬ په كور كښې پش اپ نه لګوي٬ بلكې وړاندې تلونكې كوتك خوړونكي ليډر وي۔ په وركنګ باؤنډري د هند د جارحيت په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د وزيراعظم په هدايت د سيالكوټ او د نارووال د قومي اسمبلې د شپږو غړو كميټي به د ځپليو سيمو د زيان اندازه لګوي٬ دوي به د بې كوره شويو د استوګنې او خوراك څښاك انتظامات كوي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم محمد نواز شريف د كشمير چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر ته هدايت كړے چې په كنټرول لائن دې د هندي جارحيت له امله د شوي زيان اندازه ولګولې شي۔