بايد ټول سايسي ګوندونه د كشمير معاملې له كوټلې پاليسي جوړه كړي٬

د هند د مذهبي جنوني واكمنو څخه د بشري حقونو د پالنې توقع ساتل عبث خبره ده ٬ په نړيواله كچه د كشمير كشاله په پورته كولو هند پاكستان كښې د خپلو اېجنسو د لارې ناامني او اړي ګړې خپروي٬ د بلوچستان څخه د هند جاسوس نيول شوې۔ كشمير چارو لپاره د سېنېټ كمېټۍ غړي سناتور احمد حسن اے پي پي سره مركه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 3 نومبر2016ء) د پاکستان پیپلز ګوند مركزي لارښود سناتور احمد حسن وئيلي دي چې بايد ټول سايسي ګوندونه د كشمير معاملې له كوټلې پاليسي جوړه كړي٬ د هند د مذهبي جنوني واكمنو څخه د بشري حقونو د پالنې توقع ساتل عبث ده ٬ په نړيواله كچه د كشمير كشاله په پورته كولو هند پاكستان كښې د خپلو اېجنسو د لارې ناامني او اړي ګړې خپروي٬ د بلوچستان څخه د هند جاسوس نيول شوې او د هند سفارت د جاسوسۍ سيل جوړ دے۔

د زيارت په ورځ اے پي پي سره په خپله مركه كښې كشمير چارو لپاره د سېنېټ كمېټۍ غړي سناتور احمد حسن ووئيل چې هند كښې د مذهبي جنون لرونكو حكومت دے ھغوي د بشري حقونو خلاف ورزۍ كوي ٬ هند په مقبوضه وادۍ كښې د پاكستان جوړېدو راهسې ظلمونه كوي خو په دې وروستيو كښې دا ظلمونه انتها ته رسېدلي دي٬ په بې ګناه كشميريانو پېلټ ګنز كاروي او ھغوي د بينائې نه محروموي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل نړيواله ورورولي د نړۍ لوي ماركيټ په سبب د هند په ضد د غږ پورته كولو نه ډډه كوي او د ھغوي رويه يو طرفه ده ولي چې ھغوي هند خفه كول نه غواړي۔ ده ووئيل په نړيواله كچه د كشمير كشاله پورته كولو له بايد ټول سايسي ګوندونه د كشمير په معامله كوټلې پاليسي جوړه كړي۔