عمران خان له د عدالتي پرېكړو احترام كول پكار دي٬ حكومت د عدالتي پرېكړو د يو يو ټكې احترام كوي٬

د سياسي احتجاج حق بايد د قانون تر مخه وكارولې شي٬ پختونخوا كښې به ګورنر راج نه لګوو٬ د هېواد حالاتو تر مخه د اعلی وزير لهجه سمه نه ده۔د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې سلاحكار عرفان صديقي د ’’ګوشه حافظ شیرازی‘‘كلتور ګېلرۍ د پرانستې دستورې نه پس نېشنل بك فاؤنډېشن كښې ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 31اکتوبر2016ء) د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې سلاحكار عرفان صديقي وئيلي دي عمران خان له د عدالتي پرېكړو احترام كول پكار دي ۔حكومت د عدالتي پرېكړو د يو يو لفظ احترام كوي۔ د پي ټي آئي امناك احتجاج نه وړاندې مزاحمت شوې او نه اوس كوؤ۔ ده نېشنل بك فاؤنډېشن (اېن بي اېف) كښې د ايران كلچر قونصلېټ په مرسته د جوړې كړې شوې ګېلرۍ ’’ګوشه حافظ شیرازی‘‘د پرانستې دستورې نه وروستو ميډيا سره خبرې كولې۔

ده ووئيل عمران خان يوه اداره هم نه مني۔ هغه وزيراعظم ، سپيكر ،الېكشن كمېشن، نېب او عدالت نه منيِِ۔ ده وړاندې هم څلور مياشتې دھرنا كړې وه چا ورته هېڅ هم وئيلي نه دي۔ اوس هم حكومت چمتو دے چې دوئي له اوبه او نورې اسانۍ وركړي۔ ده ووئيل د سياسي احتجاج حق بايد د قانون تر مخه وكارولې شي۔ په پختونخوا كښې به ګورنر راج نه لګي۔ ده ووئيل هېواد ته د پېښو حالاتو تر مخه د اعلی وزير لهجه سمه نه ده۔

ده ووئيل تر كومې چې عدالتونه او ادارې موجودې وي مونږ له د دوئي په لارښودنه كښې مخ په وړاندې تلل پكار دي۔ دې نه وړاندې عرفان صديقي د ايران سفير مهدي هنر دوست سره په ګډه د ايران قامي شاعر حافظ شېرازي ته منسوب د’’ګوشہ حافظ شیرازی‘‘ ګېلرې پرانسته وكړه۔ايران سفير دستورې ته خطاب كښې ووئيل د حافظ شیرازی او علامہ اقبال د شعر په شكل د علم او ادب رڼا د مشرق نه په ټوله نړۍ خپرېږي۔ په دې مهال د ايراني كلچرل قونصلر شهاب الدين درائي او د نېشنل بک فاؤنډېشن اېم ډي ډاكټر انعام الحق جاوېد هم خطاب وكړو۔