هېواد د اړي ګړي سياست متحمل كېدې نه شي٬عمران خان د زه نه منم په پالېسۍ روان دے٬

په عدالتونو او ادارو فشار اچول غواړي٬د سترې محكمې پريكړه به منلې شي۔د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سېمينار ته خطاب٬ مېډيا سره خبرې

هېواد د اړي ګړي سياست متحمل كېدې نه شي٬عمران خان د زه نه منم په پالېسۍ روان دے٬
په عدالتونو او ادارو فشار اچول غواړي٬د سترې محكمې پريكړه به منلې شي۔د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سېمينار ته خطاب٬ مېډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 31اکتوبر2016ء) د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلي دي هېواد د اړي ګړي سياست متحمل كېدې نه شي٬عمران خان د زه نه منم په پالېسۍ روان دے٬په عدالتونو او ادارو فشار اچول غواړي٬د سترې محكمې پريكړه به منلې شي۔ده د ګل په ورځ چېمبر آف انډسټري كښې د پاكستان سټينډرډ اينډ كوالټي كنټرول اتهارټي او لاهور چېمبر اشتراك سره ورلډ سټينډرډ ډے 2016 په حقله سېمينار ته خطاب او مېډيا سره خبرې كولې۔

پھ دې موقع د لاهور چېمبر صدر عبدالباسط٬د پاكستان سټينډرډاينډ كوالټي كنټرول اتهارټي چيئرمېن خالد صديق د پي اېس كيو سي اے ډائرېكټر جنرل پشمول د لاهور چېمبر چارواكي او صنعت كارو ګډون وكړو۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل هېواد كښې امن په ځاې ساتلو له حكومت ګامونه پورته كوي٬حكومت او داخله وزارت د دې پابند دے چې سكولونه٬كالجونه او روغتونونه بند نه كړی شي او د حكومت نظام روان وي۔

ده ووئيل د امن وضعه په ځاې ساتل د ابتدائي تګلارې برخه ده۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پروېز رشيد قرباني سمه نه ده۔فيئر ټرائل لپاره وفاقي وزير چوكۍ څخه اخوا كړی شوې دغسې چې كومه كمېټي جوړه كړې شوې هغه صحيح ټرائل وكړي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د بې بنسټه ډنډورو په ځاې بايد مونږ د پلټنو كمېټۍ راپور ته انتظار وكړو۔ده ووئيل مسلم ليګ(ن)تل د عدالتونو احترام كړې او د عدالتونو پريكړې يې منلې٬ ده ووئېل مونږ په هېواد كښې د قانون د حكمرانۍ د آئين پھ سرلوړۍ باور لرو۔ده ووئيل عمران خان پھ عدالتونو او ادارو فشار اچول غواړي۔ده ووئيل د 2013 په مقابل كښې نن د پاكستان معيشت ښه دے او د زر مبادله پنګې زياتې شوي ده۔