د پاکستان او برتانيې ترمينځه د بنديانو د تبادلې لوظنامه وشوه د برتانيې هائی کمشنر تھامس ډریو او د كورنيو چارو سیکتر میجر (ر) اعظم سلمان خان په لوظنامه لاس ليك وكړو لوظنامه د پاکستان او برتانيې ترمينځه د اړيكو مستحکميدو ښكاره ثبوت دے، د برتانيې هائی کمشنر

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز27دسمبر 2018ء) د پاکستان او برتانيې ترمينځه د بنديانو د تبادلې لوظنامه ترسره شوې٬د برتانيې هائی کمشنر تھامس ډریو او د كورنيو چارو سیکتر میجر (ر) اعظم سلمان خان په لوظنامه لاس ليك وكړو۔ د برتانيې هائی کمېشن د اړخه جاری شوي بیان له مخې د لوظنامې لاس ليك دستورې پھ مهال د برتانيې هائی کمشنر تھامس ډریو ووئيل په دې لوظنامه لاس ليك كولو سره ډير خوشحاله شوې يم دې سره به بنديانو ته پاتې سزا په خپلو خپلو هېوادونو كښې د ترسره كولو موقع ترلاسه شي۔

ده ووئيل لوظنامه د پاکستان او برتانيې ترمينځه د اړيكو مستحکميدو ښكاره ثبوت دے۔ د لوظنامې اصولی منظوری په ستمبر كښې د برتانيې د كورنيو چارو وزير ساجد جاوید د پاکستان دورې پھ مهال شوې وه۔ دې سره د پاکستان او برتانيې ترمينځه ترسره شوې وړومبۍ لوظنامه اپ ډيټ او بحال شوې دغسې د پاتې بنديانو تبادله به باورې شي۔