د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د جعلی اکاؤنټس پحقله د جے آئي ټي په راپور كښې د شاملو 172 كسانو نامې په اي سي ايل كښې د اچولو٬ د چين په ماركيټ كښې د داخلې لپاره د پانډا بانډز اجراء ٬ فرح سبزواري د اېس اي سي پي چيئرمېن٬ عامر عظيم باجوه او ډاكټر خاور صدیق د پي ټي اے غړي لګولو ٬

په نيوز پرنټ رېګولېټري ډيوټي د 5 نه كمولو سره يو فيصد كول٬ د سټيل ملز واجبات تر كال 2019 د ادا كولو او د ډاكټر عطاء الرحمان په مشرۍ كښې د ټېكنالوجي ټاسك فورس جوړولو منظوري٬ وفاقي كابينې د موبائل لائسنس د تجديد معامله موخر كړې٬ د 15مې جنورۍ نه پس به هم د لس فيصده ټېكس وركولو سره د موبائل فون رجسټرېشن كېدې شي٬ بل پړاٶ كښې به وزیراعظم هاؤس په پوهنتون كښې بدلولې شي٬ د راتلونكي كال د جون مياشتې نه وړاندې به فاټا كښې د صوبائي اسمبلۍ ټاكنې كولې شي٬ د الطاف حسین د خلقو د قتل كولو امر ٬ د كركې خپرولو تقريرونو او په كراچۍ كښې د ساٶته افريقين ګېنګ په فعاليتونو د اندېښنې څرګندونه ٬ وزیراعظم عمران خان خارجه وزارت ته ساٶته افريقه او برتانيې سره د معاملې د پورته كولو امر كړے د چوهدري فواد حسېن د وفاقي كابينې د غونډې نه پس ميډيا ته بريفنګ

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د جعلی اکاؤنټس پحقله د جے آئي ټي په راپور كښې د شاملو 172 كسانو نامې په اي سي ايل كښې د اچولو٬ د چين په ماركيټ كښې د داخلې لپاره د پانډا بانډز اجراء ٬ فرح سبزواري د اېس اي سي پي چيئرمېن٬ عامر عظيم باجوه او ډاكټر خاور صدیق د پي ټي اے غړي لګولو ٬ 
په نيوز پرنټ رېګولېټري ډيوټي د 5 نه كمولو سره يو فيصد كول٬  د سټيل ملز واجبات تر كال 2019 د ادا كولو او د ډاكټر عطاء الرحمان په مشرۍ كښې د ټېكنالوجي ټاسك فورس جوړولو منظوري٬ وفاقي كابينې د موبائل لائسنس د تجديد معامله موخر كړې٬ د 15مې جنورۍ نه پس به هم د لس فيصده ټېكس وركولو سره د موبائل فون رجسټرېشن كېدې شي٬ بل پړاٶ كښې به وزیراعظم هاؤس په پوهنتون كښې بدلولې شي٬ د راتلونكي كال د جون مياشتې نه وړاندې به فاټا كښې د صوبائي اسمبلۍ ټاكنې كولې شي٬ د الطاف حسین د خلقو د قتل كولو امر ٬ د كركې خپرولو تقريرونو او په كراچۍ كښې د ساٶته افريقين ګېنګ په فعاليتونو د اندېښنې څرګندونه ٬ وزیراعظم عمران خان خارجه وزارت ته ساٶته افريقه او برتانيې سره د معاملې د پورته كولو امر كړے د چوهدري فواد حسېن د وفاقي كابينې د غونډې نه پس ميډيا ته بريفنګ

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز27دسمبر 2018ء) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وفاقي كابينې د جعلی اکاؤنټس پحقله د جے آئي ټي په راپور كښې د شاملو 172 كسانو نامې په اي سي ايل كښې د اچولو٬ د چين په ماركيټ كښې د داخلې لپاره د پانډا بانډز اجراء ٬ فرح سبزواري د اېس اي سي پي چيئرمېن٬ عامر عظيم باجوه او ډاكټر خاور صدیق د پي ټي اے غړي لګولو ٬ په نيوز پرنټ رېګولېټري ډيوټي د 5 نه كمولو سره يو فيصد كول٬ د سټيل ملز واجبات تر كال 2019 د ادا كولو او د ډاكټر عطاء الرحمان په مشرۍ كښې د ټېكنالوجي ټاسك فورس جوړولو منظوري٬ وفاقي كابينې د موبائل لائسنس د تجديد معامله موخر كړې٬ د 15مې جنورۍ نه پس به هم د لس فيصده ټېكس وركولو سره د موبائل فون رجسټرېشن كېدې شي٬ بل پړاٶ كښې به وزیراعظم هاؤس په پوهنتون كښې بدلولې شي٬ د راتلونكي كال د جون مياشتې نه وړاندې به فاټا كښې د صوبائي اسمبلۍ ټاكنې كولې شي٬ د الطاف حسین د خلقو د قتل كولو امر ٬ د كركې خپرولو تقريرونو او په كراچۍ كښې د ساٶته افريقين ګېنګ په فعاليتونو د اندېښنې څرګندونه ٬ وزیراعظم عمران خان خارجه وزارت ته ساٶته افريقه او برتانيې سره د معاملې د پورته كولو امر كړے۔

د زيارت په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وفاقي كابينې د غونډې نه پس ميديا ته د بريفنګ په مهال ووئيل چې د جوائنټ انوسټي ګېشن راپور په سپريم كورټ كښې جمع شوې چې پكښې اېف آئي اے ښكاره انكشافات كړي٬ ټولو ليدلي چې څنګه د سندھ حكومت مني لانډرنګ لپاره كارولې شوې او لوے رقوم د جعلي اكاٶنټ٬ لېنډ مافيا ٬ خلق يرغمال كولو سره وصول كړې شوې۔

وفاقي كابينې پرېكړه كړې چې د جے آئي ټي په راپور كښې د شامل 172 كسانو نامې به په اي سي ايل كښې اچولې شي۔ ده ووئيل چې په بې دردۍ سره لوټ كړې شوې پېسه د اولس ده٬ اميد دې چې آصف علي زرداري به جے آئي ټي اوس په سنجيدګۍ سره واخلي٬ په راتونكو كښې به دوي ته معلومه شي چې په دې كاروائۍ كښې څومره سنجيدګي ده٬ حکومت او ادارې به د اولس د يوې يوې پېسې حساب اخلي٬ او دا عمل به روان وي٬ كومو خلقو ته چې اوس هم د سنجيدګۍ احساس نه كېږي دوي په حقيقت كښې تر كافي حده احساس كړې٬ دوي په خله خاندي او په زړه ژاړي۔

وفاقي وزير ووئيل فاټا كښې به د صوبائۍ اسمبلۍ ټاكنې د راتلونكي كال د جون مياشتې نه وړاندې كېږي او د فاټا د ضم كېدو پړاٶ به ترسره شي٬ په دې لړ كښې يو عمل پېل شوې ٶ چې فاټا ته دې آئيني او قانوني حقونه ترلاسه شي٬ د فاټا اولس د پاكستاني قام اثاثه دي٬ د دوه لسيزو په مهال د فاټا اولس چې كومو ستونز سره مخ شوې٬ د دې اندازه يوازې د فاټا خلقو ته كېږي۔

وزیراعظم عمران خان او د پي ټي آئي د حكومت دا خواهش ٶ چې په آئين كښې د فاټا خلق مساوي حقوق ترلاسه كړي۔ ده ووئيل كابينې د كراچۍ په وضعه غور كړې ٬ ووئيل شول چې څنګه په كراچې كښې ناڅاپه صورتحال خراب شوې٬ د علي رضا عابدي د قتل نه علاوه نورې پېښې هم رامخې ته شوې دي چې ترې دا برېښې چې ځينې ګېنګ بيا فعالېږي، د کراچی امن لپاره ځواكونو٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارو ډېرې قربانۍ وركړې دي٬ څوك به د كراچۍ امن بيا خرابولو ته پرې نه ږدو ٬ له بلې خوا الطاف حسېن په برتانيه كښې ناست دے او د خلقو د قتل كولو امر كوي او د كركې خپرولو تقريرونه كوي خو د برتانيې اتهارټۍ تر اوسه په دې كومه كاروائي نه ده كړې ٬ كابينه اندېښنه لري ٬ دا پرېكړه شوې چې په دې معامله به د برتانيې حكومت سره خبره كولې شي۔

ده ووئيل چې په كراچۍ كښې ساٶته افريقين ګېنګ فعاله دے ٬ په دې ګېنګ دې هلته قانوني قدغن ولګولې شې چرته نه چې ھغه دا هر څه كوي ،وزیراعظم خارجه وزارت ته امر كړے چې دواړو هېوادونو ته دې باور وركړې شي چې د دوي خاوره په پاكستان كښې ترهګرۍ لپاره كارولې كېږي ۔ وفاقی وزیر ووئيل هېواد كښې دا مهال د تحيق بېلا بېلې ادارې٬ تهنك ټېنك كار كوي او د اېكېسېلنس مركزونه هم موجود دي ٬ حكومت پرېكړه كړې چې دا ټول به يو ځائ كولې شي او د دوي په وړاندېزونو به عمل كولې شي۔

ده ووئيل ځينې وفاقي ادارو ضمني ګراټس غوښتي وو ٬ كابينې په دې غور وكړو او د اېچ اي سي ٬ اېف آئي اے پشمول نورو لپاره د ضمني ګرانټس اجراء سره سره د سټيل ملز تر كال 2019 د ټولو بقاياجاتو د فنډ اجراء كولو منظوري وركړې شوه۔ د تجارت سلاكار رزاق داؤد د پاکستان سټیل ملز پحقله پلان راوړي ٬ دا هم ھغه سټيل ملز دے كوم چې تېرو حكومتونو لپاره يو لوے چېلنج ٶ اوس به سټيل ملز چلېږي او ګټوره اداره به جوړېږي۔

د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل چې په كراچۍ كښې اېم كيو اېم او د پي ټي آئي مشرانو ته صوبائي حكومت امنيت نه وركوي ٬ په دې وفاقي حكومت اندېښنه لري٬ وزیراعظم عمران خان دوهم داخله وزير ته امر كړې چې د سندھ حكومت سره رابطه وكړي او د صوبائي مشرانو امنيت باوري كولو لپاره خبره وكړي٬ كه صوبائي حكومت امنيت نه وركوي نو بيا به وفاق د امنيت ذمه واري رېنجرز ته وسپاري۔

ده ووئيل پارلمان كښې هر ډول قانون سازۍ لپاره پي ټي آئي اكثريت لري ٬ د مسلم لیګ ن او پيپلز ګوند ځينې غړي به هم په مهمه قانون سازۍ كښې د حكومت ملګرتيا كوي ځكه چې دوي د ذاتي مفادو برخه جوړېدل نه غواري۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د سېف سټي په نامه د كروړونو روپو په لګښت سي سي ټي وي كېمرے لګول شوې وې خو ھغه كېمرې نه خو د چا پېژندګلې كولې شي او نه د ګاډي نمبر پلېټ ريډ كولې شي٬ دې لپاره د كېمرو د لګولو د معاملې پلټنې روانې دي۔

د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل بېنظير بهټو د پاكستان مهمه سياسي لارښوده وه٬ د ھغې شهادت قام لپاره لوي زيان ٶ٬ د بهټو د پيپلز ګوند انقلاب د غريبانو انقلاب ٶ٬ د شهیدې بېنظير بهټو د آصعلي زرداري پيپلز ګوند سره هېڅ تعلق نشته۔ د يوې پوښتنې په ځواب چوهدري فواد حسېن ووئيل چې صوبې او وفاق د آئين پابند دي٬ څوك د دې خلاف نه شي تللې۔