د كورنيو او ودانيو ډويژن پرمختيائي چارو لپاره يو ارب 83 لكه روپې فنډ جاري كړے شو

د كورنيو او ودانيو ډويژن پرمختيائي چارو لپاره يو ارب 83 لكه روپې فنډ جاري كړے شو

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز27دسمبر 2018ء) ) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د روان مالي كال په مهال د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام له مخې د كورنيو او ودانيو ډويژن پرمختيائي چارو لپاره يو ارب 83 لكه روپې فنډ جاري كړے۔ حكومت د روان مالي كال په مهال د دې ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 5 اربه 33 كروړه روپې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكومت د سوهاوه چكوال سړك لپاره 38 كروړه روپې٬ په تور غر ضلع كښې پرمختيائي چارو لپاره 73 لكه روپې٬ په مانسهره ضلع كښې پرمختيائي چارو لپاره 4 كروړه روپې٬آئي بي اكېډمي لپاره 2 كروړه روپې فنډ جاري كړے۔