د رېلوے ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 8 اربه 7 كروړه 48 لكه روپې فنډ جاري كړے شو

د رېلوے ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 8 اربه 7 كروړه 48 لكه روپې فنډ جاري كړے شو

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز27دسمبر 2018ء) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د روان مالي كال په مهال د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام له مخې د رېلوے ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 8 اربه 7 كروړه 48 لكه روپې فنډ جاري كړے۔ حكومت د روان مالي كال په مهال د دې ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 28 اربه 6 كروړه روپې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكومت د سي پېك سپورټ پراجېكټ لپاره يو كروړ 95 لكه روپې٬ د سي پېك له مخې حوېليا ډرائي پورټ لپاره يو كروړ 56 لكه روپې او د رولنګ سټاك او ټرېك بحالې لپاره د 20 كروړه 29 لكه روپو پشمول بېلا بېلو پروژو لپاره فنډ جاري كړے۔