ځوانان بايد په نوي پاكستان جوړولو كښې خپل كردار ترسره كړي٬ د تعليم وده د ټولنې د ټولو طبقو ذمه واري ده٬ حكومت د تعليم ودې لپاره هر ډول ممكنه هڅې كوي٬ هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ روان كړې شوې٬

په راتلوونكو څو كلونو كښې به د ژوند په ټولو څانګو او معيشت كښې رښتينې بدلون تر نظره شي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي په حسن ابدال كېډټ كالج كښې دستورې ته وېنا

ځوانان بايد په نوي پاكستان جوړولو كښې خپل كردار ترسره كړي٬ د تعليم وده د ټولنې د ټولو طبقو ذمه واري ده٬ حكومت د تعليم ودې لپاره هر ډول ممكنه هڅې كوي٬ هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ روان كړې شوې٬ 
په راتلوونكو څو كلونو كښې به د ژوند په ټولو څانګو او معيشت كښې رښتينې بدلون تر نظره شي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي په حسن ابدال كېډټ كالج كښې دستورې ته وېنا

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز19دسمبر 2018ء) اولس مشر ډاكټر عارف علوي هېواد د سماجي او اقتصادي پرمختګ په لاره روانولو او د اولس په ژوند كښې رښتيني بدلون راوستلو لپاره د حكومت په هڅو د اطمينان څرګندونه كولو سره په ځوانانو غږ كړے چې هغوي په نوي پاكستان جوړولو كښې خپل موثر كردار ترسره كړي ٬ د تعليم وده د ټولنې د ټولو طبقو ذمه واري ده٬ حكومت د تعليم ودې لپاره هر ډول ممكنه هڅې كوي٬ هېواد د سماجي او اقتصادي پرمختګ په لاره روان كړې شوې٬ په راتلونكو څو كلونو كښې به د ژوند په ټولو څانګو او معيشت كښې رښتينې بدلون تر نظره شي۔

ده دا خبرې د شورو په ورځ په حسن ابدال كېډټ كالج كښې د والدينو كلنې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ اولس مشر ووئيل زه تاسو له باور دركوم چې هېواد د سماجي او اقتصادي پرمختګ په لار روان كړې شوې او په راتلوونكو څو كلونو كښې به د ژوند په ټولو څانګو او معيشت كښې رښتينې بدلون تر نظره شي۔ ده په تېر وخت كښې هېواد ته د ورپېښو اقتصادي خرابيو او نورو ستونزو حواله وركولو سره ووئيل بايد اوس مونږ د پاكستان سباؤن او دې ته د نړۍ په قامونو كښې جائز او وقار لرونكې مقام وركولو ته پام وكړو۔

ده ووئيل قام د اوسني حكومت نه ډېرې هيلې لري كوم چې د نوې پاكستان جوړولو لپاره هڅې كوي۔ اولس مشر ځوانانو ته ووئيل هغوي دې دې مقصد لپاره خوارې او جذبې سره كار وكړي۔ اولس مشر كېډټ كالج كښې زده كوونكو لپاره په اسانيو٬ د تعليم په معيار او غېر معمولي كاكردګۍ د اطمېنان څرګندونه وكړه او ځوان كېډټس ته ئې ووئيل چې دې هېواد تاسو ته ډېر څه دركړي ٬ اوس ستاسو وار دے٬ چې تاسو خدمت وكړئ۔

اولس مشر ووئيل ايمان٬ اتحاد او تنظيم د قام په حېث مونږ لپاره د كاميابۍ زرين اصول دي چې عملي كېدو سره ئې مخ په وړاندې تللې شو۔ اولس مشر ووئيل په ښو ټولنو كښې د ماشومانو تعليم او تربيه ډېر اهميت لري٬ په تېر وخت كښې به تعليم د يو مشن حيثيت لرلو۔ ده ووئيل حكومت په هېواد كښې د تعليم ودې لپاره هڅې كوي خو د تعليم وده د ټولنې د ټولو طبقو ذمه واري ده۔

ده زده كوونكو ته ووئيل هغوي دې د محنت د لارې په ټولو څانګو كښې مخ په وړاندې لاړ شي او د هېواد نوم دې روښانه كړي۔ اولس مشر ووئيل والدين او ښوونكي دې معياري تعليم سره سره اخلاقي تربيه په نظر كښې ساتلو سره ماشومانو ته د صبر٬ تحمل٬ افهام و تفهيم تربيه هم وركړي۔ اولس مشر ووئيل په پاكستان كښې ډېره آبادي د ځوانانو ده كومه چې د هېواد قېمتي اثاثه ده۔

اولس مشر ووئيل ځوانان دې خپل صلاحيتونه په ښه ډول په كار راوستلو سره د هېواد په پرمختګ كښې كردار ترسره كړي او د خپل محنت د لارې دې د پرمختګ اعلٰي منازل ترسره كولو سره په نړيواله ټولنه كښې عظمت بحال كړي۔ ده د مېرمنو په حقونو ټينګار كولو سره عزم څرګند كړو چې نبي كريم ﴿ص﴾ چې مېرمنو ته كوم حقونه وركړي٬ هغه به باوري كوو۔ ده په ټولنه كښې په صنفي مساواتو زور راوړلو سره ووئيل په وراثت كښې مېرمنو له په حقونو وركولو برابر وګړې جوړېدې شي۔

د دې څخه وړاندې د كېډټ كالج پرنسپل مېجر جنرل﴿ر﴾ طارق نجيب د ادارې په اړه خبرې وكړې۔ اولس مشر په بېلا بېلو څانګو كښې د غوره كاركردګې څرګندونه كوونكو كېډټس ته تمغې او ټرافې وركړې۔ د دې څخه وړاندې كالج ته په رسېدو اولس مشر ته د كېډټس چټك ډلې سلامي وكړه او اولس مشر د كېډټس د پرېډ معائنه وكړه۔ په دې موقع كېډټس د پي ټي شو٬ جمناسټك٬ د اس سوارې او د نېزه بازې پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د خپل مهارت او غوره صلاحيتونو څرګندونه وكړه۔