ټي ډي اے پي په هانګ كانګ كښې په درې ورځني نړيوال نندارتون كښې ګډون كولو لپاره د دسمبر تر 28مه نېټه كال 2018م خواستونه طلب كړل

ټي ډي اے پي په هانګ كانګ كښې په درې ورځني نړيوال نندارتون كښې ګډون كولو لپاره د دسمبر تر 28مه نېټه كال 2018م خواستونه طلب كړل

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز14دسمبر 2018ء) د پاكستان ټرېډ ډويلپمنټ اتهارټۍ ﴿ټي ډي اے پي﴾ په هانګ كانګ كښې په درې ورځني نړيوال نندارتون كښې ګډون كولو لپاره د دسمبر تر 28مه نېټه كال 2018م خواستونه طلب كړل۔ د اتهارټۍ لخوا جاري شوي بيان له مخې دا نړيوال نندارتون به د كال 2019م د مارچ د 13مې نېټې نه د مارچ تر 15مه نېټه كېږي چې پكښې به د څرمنې ملبوسات٬ څپلې٬ د څرمنې مصنوعات٬ دستانې٬ لائف سټائل او د فېشن مصنوعات نندارتون لپاره وړاندې كولې شي۔ د دې نړيوال نندارتون په اړه نور معلومات د ادارې د وېب پاڼې نه ترلاسه كېدے شي۔