پاکستان كښې به په راتلونكو ورځو كښې ځانګړې بدلون او سرمايه كار دوست كلتور وليدلې شي٬ د غربت خاتمې او خودانحصارۍ لپاره كاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو او د سرمايه كارۍ ودې ته اړتيا ده ٬ زما وژن دې چې هېواد پخپلو پښو ودرېږي او غربت ختم شي۔

په جائزه طريقه پېسه ګټلو كښې بدي نشته ٬ سرمايه كارۍ سره هېواد پرمختګ كوي٬ اوسنې حكومت د غربت خاتمې لپاره په كوټلې پروګرام عمل كوي۔ د وزیراعظم عمران خان د پاکستان بزنس کونسل تر سېوري لاندې پاكستان اكنامك فورم ته وېنا

پاکستان  كښې به په راتلونكو ورځو كښې ځانګړې بدلون او سرمايه كار دوست كلتور وليدلې شي٬ د غربت خاتمې او خودانحصارۍ لپاره كاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو او د سرمايه كارۍ ودې ته اړتيا ده ٬ زما وژن دې چې هېواد پخپلو پښو ودرېږي او غربت ختم شي۔ 
په جائزه طريقه پېسه ګټلو كښې بدي نشته ٬ سرمايه كارۍ سره هېواد پرمختګ كوي٬ اوسنې حكومت د غربت خاتمې لپاره په كوټلې پروګرام عمل كوي۔ د وزیراعظم عمران خان د پاکستان بزنس کونسل تر سېوري لاندې پاكستان اكنامك فورم ته وېنا

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز13دسمبر 2018ء) وزیراعظم عمران خان كاروباري ورورولۍ ته باور وركړې دې چې پاکستان كښې به په راتلونكو ورځو كښې ځانګړې بدلون او د سرمايه كار دوست كلتور وليدلې شي٬ د غربت خاتمې او خودانحصارۍ لپاره كاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو او د سرمايه كارۍ ودې ته اړتيا ده ٬ زما وژن دې چې هېواد په خپلو پښو ودرېږي او د غربت خاتمه وي۔

په جائزه طريقه پېسه ګټلو كښې بدي نشته ٬ سرمايه كارۍ سره هېواد پرمختګ كوي٬ اوسنې حكومت د غربت خاتمې لپاره په كوټلې پروګرام عمل كوي۔ وزيراعظم دا خبرې د زيارت په ورځ په وزیراعظم آفس كښې د پاکستان بزنس کونسل تر سېوري لاندې پاكستان اكنامك فورم ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د پاكستان وړومبې كول وو٬ زمونږ والدين په غلام هېواد كښې زېږېدلې وو او مونږ په پاکستان كښې په آزادۍ ډېر فخر كولو خو د بده مرغه پېل كښې مونږ له په نورو د انحصار كولو عادت جوړ شو او دا به وئيل كېدل كه مونږ ته مرسته ترلاسه نه شوه نو د هېواد بقاء به خطر سره مخ شي دې سره مونږ د خپل عزت او آزادۍ سودا وكړه۔

د قامونو پرمختګ لپاره خود انحصارۍ او عزت زيات اهميت لري او قامونه خپلې پرېكړې كوي او هېواد خپلواكه جوړېږي۔ وزیراعظم ووئيل كله چې ما سياست پېل كړو نو ما غوښتل چې غربت ختم شي او تر څو چې هېواد پېسه جوړه نه كړې شي نو غربت به څنګه ختمېږي ٬ په دې لړ كښې وزيراعظم د چين مثال وړاندې كړو او وې وئيل چې څنګه ئې 70 كروره خلق د غربت نه بهر كړل۔ وزیراعظم ووئيل د غربت كمي لپاره هېواد كښې كاروبار ته وده او سرمايه كارو ته محفوظ ماحول وركول ضروري دي دغسې په جائز طريقه د پېسې ګټلو زياتې موقعې ترلاسه وي٬ د ټېكس غلا او په ناجائزه طرېقه پېسه ګټل غلط دي۔

وزیراعظم ووئيل هم نن مې پاكستان كښې د كاروبار آسانۍ لپاره د يوې اوږدې غونډې مشري كړې چې پكښې كاروباري ورورولۍ او سرمايه كارو لپاره آسانۍ پېدا كول او د ټېكس په نظام كښې د رامخې ته شويو خنډانو لرې كولو په اړه غور وشو او دا پرېكړه وشوه چې زه به هره مياشت كاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو لپاره د غونډې مشري كوم دغسې چې كاروبار كښې رامخې ته خنډان لرې كړې شي او په وزیراعظم آفس كښې به د دې دفتر وي چې مقصد به ئې كاروبار كښې رامخې ته كېدونكي خنډان لرې كول او په كاروبار كښې آسانيو لپاره ګامونه پورته كول وي۔

په غونډه كښې د اېف بي آر چيئرمن لخوا دا اورېدو سره خوشحاله شوم چې پېسه ګټلو لپاره سوچ بدلولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د ماليزيا 6 كروړه اولس او برآمدات ئې 220 ارب ډالره او د سنګاپور برآمدات 330 اربه ډالره دي ، كه د 6 مې لسيزې د پرمختګ سفر روان ساتلې شوې وې نو پاكستان به د دغه هېوادونو نه وړاندې تلې وې۔ ده ووئيل پاكستان 21 كروړه آبادي لري او برآمدات ئې 24 كروړه ډالره دي مونږ هڅه كوٶ چې برآمدات زيات كړو ۔

وزیراعظم ووئيل مني لانډرنګ او د قاچاق مخنيوي لپاره پاليسي جوړٶ د قاچاق آغېز نېغ په نېغه زمونږ په صنعتونو پرېوځي٬ ټولې ادارې او اړوند اېجنسۍ جمع كړې شوې دي دغسې چې د قاچاق او مني لانډرنګ لاره ونيولې شي او دغسې د او پي اېف د ترسيلات زر په قانون كار كوي۔ ده ووئيل جيو ستراتېژك محل وقوع٬ سي پېك او زمونږ د 30 نه د 34 كالو 12 كروړه ځوانان به د پرمختګ موجب جوړېږي ځوانان دې لپاره مونږ سره دي٬ حكومت په كرپشن د قابو موندلو صلاحيت لري۔

ده ووئيل د ريكوډك پانګې هم كتلې شوې٬ بلوچستان كښې د پيتلو پانګې موجود دي او دغسې په تهر كښې د سكرو ٬ مونږ له يوزاې د سرمايه كارو مرسته كول او آسانۍ پېدا كول دي۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل زه چې كله شل كاله وړاندې په وړومبي ځل مهاتير محمد سره ملاقاتي شوې وم نو ھغه هم دا خبره كړې وه په دې وروستيو كښې د دبئۍ شېخ محمد هم دا خبره كړې چې زما پلار ماته دا خبره ښودلې وه چې خلقو پېسو جوړولو له پرېږده كله چې خلق پېسې جوړوي نو نور خلق هم پېسې جوړلوو لپاره راځي٬ بنيادي څيز دا دې تر څو چې په يوه ټولنه كښې په جائز طريقه پېسه ګټلو كښې آسانۍ نه وي ھغه ټولنه پرمختګ نه شي كولې۔

ده د پاكستان بزنس كونسل لخوا هېواد كښې د مېنو فېكچرنګ ٬ ټېكس نظام او د تجويزونو ذكر كولو سره ووئيل په وړومبو سل ورځو كښې پاليسو كښې د دې احاطه شوې ده خو په دې لړ كښې به نور ښه والې راوستل وي۔ ده ووئيل نړۍ كښې نوې بدلۍ رامخې ته شوې دي٬ په پاكستان بزنس كونسل زياتې ذمه وارۍ راځي چې ھغوي پاكستان ته كاروبار راوړي او ورته وده وركړي٬ حكومت به په دې لړ كښې ټولې ممكنه آسانۍ وركوي۔

ده ووئيل پاكستان د كاروبار زياتې موقعې لري٬ د ټېلنټ هم كمې نشته او صلاحيت لرونكي كاروباري كسان او تكنيكي پوهه لرونكي شخصيات هم شته د كومو څخه چې استفاده كولو سره هېواد د پرمختګ په لاره روانولې كېدې شي۔ ده ووئيل حكومت او بزنس مېن ورورولي د اشتراك كار د لارې معيشت مستحكم كولې شي او هېواد مخ په وړاندې بوتللې شي۔ وزيراعظم عمران خان ډېر په باوري لهجه ووئيل چې په راتلونكې لسيزه كښې به پاكستان نړۍ كښې د پرمختګ پحقله ځانګړې مقام ترلاسه كړي۔(وا/ګ ل/وا/2209)