وزیراعظم عمران خان د آئي سي ټي پوليس اهلكارو لپاره شهداﺀ پېكچ د هېواد د نورو برخو برابولو د تجويز منظوري وركړه پولیس اهلکارو ته د صحت آسانۍ وركولو لپاره د صحت انصاف كارډز وركولو منظوري ئې هم وركړه حکومت به آئي سي ټي پوليس د اولس خدمت او يوه مثالي پوليس فورس جوړولو لپاره ټول ممكنه معاونت كوي٬

د نشه اي توكو په ضد كمپائن كاميابۍ لپاره دې د تعليمي ادارو مشران او والدين هم ځان سره شامل كړې شي د وزیراعظم عمران خان د آئي سي ټي پوليس كاركردګۍ او دا ماډل پولس فورس كښې د بدلولو په اړه د بريفنګ په موقع څرګندونه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز13دسمبر 2018ء) وزیراعظم عمران خان د اسلام آباد کېپټل ټېریټري (آئي سي ټي) پوليس اهلكارو لپاره شهداﺀ پېكچ د هېواد د نورو برخو د برابرولو تجويز او پولیس اهلکارو ته د صحت آسانۍ وركولو لپاره صحت انصاف كارډز وركولو منظوري وركړې۔ وزیراعظم عمران خان دا خبرې د زيارت په ورځ د اسلام آباد کېپټل ټېریټري (آئي سي ټي) پوليس كاركردګۍ او دا ماډل پولس فورس كښې د بدلولو په اړه د بريفنګ مشرۍ كولو په مهال كړې۔

په دې موقع وفاقي وزير اسد عمر، دوهم داخله وزير شهریار آپریدې، د وزیراعظم خاص مرستيال علی نواز، د قامي اسمبلۍ غړې راجه خرم شهزاد، داخله سېكتر مېجر (ر) اعظم سلمان خان، د اسټیبلشمنټ سېكتر، چیف کمشنر، د اسلام آباد پولس آئی جی او نور لوړ پوري موجود وو۔ د اسلام آباد پوليس چيف آئي جي عامر ذوالفقار خان وزیراعظم د پوليس د كاركردګۍ نه خبرولو سره د دوي خدمات ښه كولو او اسلام آباد كښې مېشته خلقو كښې د تحفظ احساس پېدا كولو لپاره د وزیراعظم په امر پورته كړې شوې ګامونه رامخې ته كړل۔

ده وزيراعظم د فورس كاركردګي لا ښه كولو او دا د هېواد ماډل فورس جوړولو لپاره آئي سي ټي پوليس ته د پېښو بېلا بېلو انتظامي ٬ قانوني ٬ مالياتي او د بشري وسائلو د خنډانو په اړه خبر كړو۔ عامر ذوالفقار خان وزیراعظم د نشه اي توكو خرڅونوكو ٬ لېنډ مافيا په ضد د كرېك ډآٶن او د تجاوزاتو په ضد كمپائن كښې د پېشرفت نه هم خبر كړو۔ وزیراعظم عمران خان اسلام آباد كښې امن په ځائ ساتلو او د امنيت باوري كولو پحقله د آئي سي ټي پوليس د هلو ځلو ستائنه كولو سره امر وكړو چې د پوليس ضروريات ترسره كولو لپاره دې جامع منصوبه وړاندې كړې شي۔

وزيراعظم باور وركړو چې حکومت به آئي سي ټي پوليس د اولس خدمت او يوه مثالي پوليس فورس جوړولو لپاره ټول ممكنه معاونت كوي۔ وزیراعظم د خدماتو په وركړه كښې د بهترۍ او د كاركردګۍ پحقله د اولسي رائيو ترلاسه كولو لپاره د آئي سي ټي پوليس لخوا د آئي ټي سلوشنز د استعمال ستائنه وكړه۔ د ډرګ مافیا په خاص توګه د تعليمي ادارو خوا اوشا د نشه اي توكو خرڅونكو په ضد په روان كمپائن خبرو اترو كښې وزیراعظم امر وكړو چې د نشه اي توكو په ضد كمپائن كاميابۍ لپاره دې د تعليمي ادارو مشران او والدين هم ځان سره شامل كړې شي۔

وزيراعظم د لېند مافيا په ضد د كاروائۍ او د تجاوزاتو مخنيوي كمپائن په اړه د آئي سي ټي انتطاميې٬ سي ډي اے او د آئي سي ټي پوليس ترمېنځه د پراخه رابطې په ضرورت او د لېنډ مافيا چا چې د اسلام آباد سركاري زمكې قبضه كړې دي په ضد د هڅو روانو ساتلو امر وكړو۔