د نېب اېګزېکټو بورډ د بېلا بېلو شخصياتو په ضد د 16 انكوائريو٬ دوه انوېسټي ګېشنز او د دوه ريفرنسز منظوري وركړه نثار احمد کھوړو، د سكهر د خوراك څانګه افسران/اهلکاران او نور ٬ پیر صابر شاہ٬ د ډېره اسماعيل خان د محصولاتو محکمې افسران/ اهلکاران او نور ،

برېګېډیئر وقار، اېم ډي نېشنل ټېلي کام کارپوریشن شامل دي نېب هېواد كښې د بدعنوانۍ خاتمې لپاره " احتساب ټولو لپاره" په پاليسۍ په سختۍ سره عمل كوي٬ نېب د بدعنواني خاتمه نه يوازې خپله قامي ذمه واري ګڼي بلكې د كرپشن نه پاك پاكستان لپاره بشپړه هڅې كوي۔ د نېب چیئرمېن جسټس جاوېد اقبال غونډې ته وېنا

د نېب اېګزېکټو بورډ د بېلا بېلو شخصياتو په ضد د 16 انكوائريو٬ دوه انوېسټي ګېشنز او د دوه ريفرنسز منظوري وركړه نثار احمد کھوړو، د سكهر د خوراك څانګه افسران/اهلکاران او نور ٬ پیر صابر شاہ٬ د ډېره اسماعيل خان د محصولاتو محکمې افسران/ اهلکاران او نور ، 
برېګېډیئر وقار، اېم ډي نېشنل ټېلي کام کارپوریشن شامل دي نېب هېواد كښې د بدعنوانۍ خاتمې لپاره

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز13دسمبر 2018ء) د نېب اېګزېکټو بورډ د بېلا بېلو شخصياتو په ضد د 16 انكوائريو٬ دوه انوېسټي ګېشنز او د دوه ريفرنسز منظوري وركړې ده چې پكښې نثار احمد کھوړو، د سكهر د خوراك څانګه افسران/اهلکاران او نور ٬ پیر صابر شاہ٬ د ډېره اسماعيل خان د محصولاتو محکمې افسران/ اهلکاران او نور او برېګېډیئر وقار اېم ډي نېشنل ټېلي کام کارپوریشن شامل دي۔

په دې موقع غونډې ته خپلو خبرو كښې د نېب چيئرمېن جسټس جاوېد اقبال ووئيل نېب هېواد كښې د بدعنوانۍ خاتمې لپاره " احتساب ټولو لپاره" په پاليسۍ په سختۍ سره عمل كوي٬ نېب د بدعنواني خاتمه نه يوازې خپله قامي ذمه واري ګڼي بلكې د كرپشن نه پاك پاكستان لپاره بشپړه هڅې كوي۔ د غونډې نه پس د نېب لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوې دي چې نېب دا خبره په ډاګه كول غواړي چې ټولې انكوائرۍ او انوېسټي ګېشن د مبينه تورونو په بنياد پېل كړې شوې دي كوم چې حتمي نه دي ٬ نېب به ټولو اړوند كسانو څخه هم د قانون له مخې د دوي موقف معلوموي دغسې چې د قانون له مخې كاروائي وكړې شي د كومو 16 انکوائرو چې منظوري وركړې شوې په ھغې كښې د خوراك پخوانې وزير نثار احمد کھوړو، د سكهر د خوراك محکمې افسران/اهلکاران او نور د قامي اسمبلۍ غړې پیر صابر شاہ٬ د ډېره اسماعيل خان د محصولاتو محکمې افسران/ اهلکاران او نور ، برېګېډیئر وقار، اېم ډي نېشنل ټېلي کام کارپوریشن٬ زاهد مير ٬ د آېل اېنډ ګاز ډويلپمنټ اتهارټۍ لنډمهاله اېم ډي او د او جی ډی سی اېل انتظامیه او د نورو په ضد درې بېلا بېلې انكوائرۍ ٬ د صوبائي اسمبلۍ غړي شرجیل انعام مېمن ، عبدالکریم سومرو ، ، پخوانې غړې سردار قېصرعباس خان ، سردار ناصر عباس خان ، سردار لال خا ن ،د چوباره ليه د محصولاتو څانګې اهلكار او نور٬ د صوبائي اسمبلۍ پخوانې غړې عبدالمجید ابړو، ، د نېشنل پاور پارك مېنجمنټ کمپنۍ ، ګورنمنټ هولډنګ پرائیوېټ لمیټډ، پاکستان اېل اېن جی لمیټډ ، د پاکستان اېل اېن جي ټرمینل لمیټډ او د انټر اسټېټ ګیس سسټم د اېم ډي ټاكنه او نور شامل دي۔

د نېب اېګزېكټو بورډ په غونډه كښې د دوه انوسېتي ګېشنز هم منظوري وركړې شوې چې پكښې د جناح ميډيكل كالج پېښور انتظاميه او نور ٬ د سرحد ډويلپمنټ اتهارټۍ افسران/اهلکاران شامل دې دغسې د نېب بورډ د بدعنوانۍ د دوه رېفرنسز دائر كولو منظوري وركړې او دغسې د نورو كېسونو ئې هم منظوري وركړې ده۔ د نېب چيئرمېن جسټس جاوېد اقبال ووئيل نېب هېواد كښې د بدعنوانۍ خاتمې لپاره " احتساب ټولو لپاره" په پاليسۍ په سختۍ سره عمل كوي٬ نېب د بدعنواني خاتمه نه يوازې خپله قامي ذمه واري ګڼي بلكې د كرپشن نه پاك پاكستان لپاره بشپړه هڅې كوي۔

د غونډې نه پس د نېب لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوې دي چې نېب دا خبره واضح كول غواړي چې ټولې انكوائرۍ او انوېسټي ګېشن د مبينه تورونو په بنياد پېل كړې شوې دي كوم چې حتمي نه دي ٬ نېب به ټولو اړوند كسانو څخه هم د قانون له مخې د دوي موقف معلوموي دغسې چې د قانون له مخې كاروائي وكړې شي۔(وا/ګ ل/وس/2206)