سره د سختو حالاتو به هېواد د كرپشن نه پاكولې شي۔ ډاكټر فهميده مرزا

سره د سختو حالاتو به هېواد د كرپشن نه پاكولې شي۔ ډاكټر فهميده مرزا

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز13دسمبر 2018ء) د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميدا مرزا وئيلي دي چې هېواد د سختو حالاتو نه تېرېږي خو بيا به هم هېواد د كرپشن نه پاكولې شي۔ هغې دا خبرې تېره ورځ په جناح سټېډيم كښې د سپورټس ګالا دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د تعليم پارلماني سېكتره وجيهه اكرم او د بين الصوبائي رابطې پارلماني سېكتره صائمه نديم هم موجود وې۔

ډاكټر فهميده مرزا ووئيل چې تعليمي چارو سره سره بايد زده كوونكي په لوبو كښې هم په بشپړه توګه برخه واخلي۔ ځوانان زمونږ د هېواد مستقبل دے۔ هغې ووئيل چې لوبې د صحت مند ټولنې په تشكيل كښې مهم كردار ترسره كوي۔ هغې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په خپله يو سپورټس مېن دے او په هېواد كښې د لوبو پرمختګ غواړي۔ هغې ووئيل چې په هېواد كښې لوبې د تېرو څو كلونو نه زوال سره مخ پاتې شوې دي خو اوس به په هېواد كښې د لوبو مېدانونه آبادولې شي۔