پاكستان كښې اقليتونو ته بشپړه مذهبي آزادي ترلاسه ده٬ له امريكا د سرټيفيكېټ اخستلو حاجت نشته۔ احسن اقبال

پاكستان كښې اقليتونو ته بشپړه مذهبي آزادي ترلاسه ده٬ له امريكا د سرټيفيكېټ اخستلو حاجت نشته۔ احسن اقبال

اسلا آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز13دسمبر 2018ء) د پاكستان مسلم ليګ(ن)لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي احسن اقبال وئېلي دي چې په پاكستان كښې اقليتونو ته بشپړه مذهبي آزادي ترلاسه ده٬ له امريكا په دې اړه د كوم سرټيفيكېټ اخستو حاجت نشته۔ د شورو په ورځ د پارليمان په خوا كښې مېډيا سره خبرو كښې احسن اقبال ووئيل چې د ګرانۍ د طوفان له امله هر تن پرېشانه دې٬حكومت دې په ګرانۍ قابو موندلو له ګامونه پورته كړي۔

احسن اقبال ووئيل د مواصلاتو دوهم وزير مراد سعيد بيانات دمره مهم نه دي٬د واكمن ګوند پارليماني غړي د حكومت د كاكردګۍ څخه خوشحاله نه دي۔ده ووئيل چې په پاكستان كښې اقليتونو ته بشپړه مذهبي آزادي ده او په دې لړ كښې د امريكا څخه د سرټيفيكېټ اخستلو ضرورت نشته۔ده ووئيل د آئين له مخې دې ټولو سره يو ډول سلوك وكړې شي۔