په اوسني حكومت كښې په هېلپ لائن تر 30 نومبر 181 زره 193 كالونه راغلي، د 12 زره 554 كسانو مرسته وكړې شوه ۔ د بشري حقونو وزارت

په اوسني حكومت كښې په هېلپ لائن تر 30 نومبر 181 زره 193 كالونه راغلي، د 12 زره 554 كسانو مرسته وكړې شوه ۔ د بشري حقونو وزارت

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز11دسمبر 2018ء) په اوسني حكومت كښې په هېلپ لائن تر 30 نومبر 181 زره 193 كالونه راغلي۔ دا كالونه د ځپليو لخوا وېړيا قانوني مشورې ترلاسه كولو او د بشري حقونو خلاف ورزيو مخنيوي په لړ كښې شوي دي ۔ د نهې په ورځ د بشري حقونو ذريعو اے پي پي ته ووئيل په راغليو كالونو كښې د 12 زره554 كسانو مرسته وكړې شوه به كومو كښې چې 425 ګېله مندو سره وېړيا قانوني مرسته وكړې شوه او د 7 زره 152 كسانو ګېلې د فون كالز د لارې اړوندو څانګو ته وسپارلې شوې۔

دغسې 331 وګړو سره د خطونو د لارې قانوني مرسته شوې ۔ ذريعو دا هم وئيلي دي 946 وګړو د اي مېلز ٬ فېكس ٬ درخواستونو او په ذاتي توګه وزارت ته د راتللو سره خپلې ګېلې درج كړي۔ د ذريعو له مخې د بشري حقونو وزارت لخوا د مېرمنو وراثتي حقونو تحفظ او د دوئي تر حقونو رسنې او د هېلپ لائن 1099 په اړه د شعور بېدارولو كمپائن نه پس په هېلپ لائن د كال كوؤنكو شمېره زياته شوې دہ۔