د نشائي توكو ختمولو لپاره به د منطقې ټولو هېوادونو له په ګډه كار كول وي۔ د دې مخنيوي له د معلوماتو ګډولو او د پولې انتظام لا فعاله كولو ته اړتيا ده ۔

پاكستان ٬ ايران او افغانستان د قاچاق مخنيوي له په ګډه كار كوي۔ د نائې توكو مخنيوي وفاقي وزير سردار علي محمد خان مهر د افغانستان ٬ ايران او پاكستان سينئر چارواكو غونډې ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز11دسمبر 2018ء) د نشه ائي توكو مخنيوي وفاقي وزير سردار علي محمد خان وئيلي دي د نشائې توكو ختمولو له د منطقې ټولو هېوادونو له به په ګډه كار كول وي۔ د دې مخنيوي له د معلوماتو ګډولو او د پولې انتظام لا فعاله كولو ته اړتيا ده ۔ پاكستان ٬ ايران او افغانستان د قاچاق مخنيوي له په ګډه كار كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د افغانستان ٬ ايران او پاكستان د درې اړخيزه پروګرام مشرانو چارواكو 13 مې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔

وفاقی وزیر ووئيل پاكستان د ناه ئب توكو څخه پاكولو له ګامونه پورته كوو۔ د كوچنيانو روښانه سباؤن له د منشياتو ختمول ضروري دي۔ ده ووئيل نشه ائې توكو څخه پاكه ټولنه د پرمختګ ضمانت دے او په دې لړ كښې د پاكستان ګامونه په نړيواله كچه ستائلې شوي۔ دې نه وړاندې د ايران او افغانستان پلاوي ته هركلې وئيلو سره د نشه ائې توكو مخ نيوي وزارت وفاقي سېكتر عارف نواز خان ووئيل دې كنفرنس كښې به سيمه ايز استازي د سيمه ايزې مرستې بېلو انتظاماتو په پېشرفت غور كوي په كومو چې د درې اړخيزه پروګرام تر سېوري لاندې درېو واړو هېوادونو اتفاق كړې ۔

د یو اېن او ډی سی استازي سیزر ګورډس ووئيل د شريك عمل د دې ستراتيجيكي كارروائۍ فرېم ورك تر سېوري لاندې په لويه كچه د نشه ائې توكو وړولو راوړلو مخنيوي له د سيمه ايزې همكارۍ استحكام د ژوندون بچ كولو او د معيار ښه كولو د مهمې ذريعې كار ترسره كولې شي۔ غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري ډي جي مېجر جنرال عارف ملك كوي او د افغانستان او ايران پلاوي مشري د دواړو هېوادونو د اړوندو څانګو ډي جيز كوي۔ د غونډې په مهال د ګډې ذمه وارۍ ترمخه د سيمه ايزې مرستې په لا قوي كولو هم د خيالاتو څرګندونه اوشوہ۔