پاكستان تل د اسلامي امت ترمينځه امن او تفاهم لپاره هڅې كړې ٬د يمن شخړې هواري لپاره به هم پاكستان خپلې هڅې روانې ساتي٬د يمن شخړې هواري لپاره به د ټولو ډلو ترمينځه خبرې اترې كولې شي۔د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په قامي ا سمبلۍ كښې د مهرين رزاق بهټو د پوښتنې په ځواب كښې تحريري ځواب

پاكستان تل د اسلامي امت ترمينځه امن او تفاهم لپاره هڅې كړې ٬د يمن شخړې هواري لپاره به هم پاكستان خپلې هڅې روانې ساتي٬د يمن شخړې هواري لپاره به د ټولو ډلو ترمينځه خبرې اترې كولې شي۔د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په قامي ا سمبلۍ كښې د مهرين رزاق بهټو د پوښتنې په ځواب كښې تحريري ځواب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز10دسمبر 2018ء) قامي اسمبلۍ ته د خارجه وزارت لخوا وئېلي شوي پاكستان تل د مسلمانانو ترمينځه امن او تفاهم لپاره هڅې كړې ٬د يمن شخړې هواري لپاره به هم پاكستان خپلې هڅې روانې ساتي٬د يمن شخړې هواري لپاره به د ټولو ډلو ترمينځه خبرې اترې كولې شي۔د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د ډاكټر مهرين رزاق بهټو د پوښتنې په ځواب كښې د خارجه وزير شاه محمود قرېشي لخوا په تحريري ځواب كښې قامي اسمبلۍ ته ووئيل شول د اپرېل په لسمه نېټھ كال 2015م د پارلمان د قرارداد په رڼا كښې د يمن په شخړه كښې وزيراعظم د اكتوبر په 24مه نېټھ كال 2018م كښې په خپله وېنا كښې د مهم كردار ترسره كولو وړاندېز كړی۔

پاكستان ټولو اسلامي هېوادونو سره نزدې اړيكې لري٬مونږ په دې خبره باور لرو چې د يمن شخړې حل لپاره دې د ټولو ګوندونو ترمينځه بين اليمني مذاكرات وكړې شي۔ده ووئيل مونږ د دواړو خوا د خوښۍ په صورت د ثالثۍ كردار ادا كولې شو۔د شمس النساﺀ لخوا د افغان طالبانو او د افغان دولت ترمينځه د امن په مذاكراتو كښې د پاكستان د ګډون په اړه د حكومتي پالېسۍ په اړه د پوښتنې په ځواب كښې د خارجه وزير شاه محمود قرېشي لخوا په تحريري ځواب كښې ووئيل په افغانستان كښې د امن تر ټولو زياته ګټھ پاكستان ته رسي دغسې په افغانستان كښې د ناامنۍ له امله پاكستان زيات ځپلې كېږي٬ ده ووئېل حكومت په پاكستان كښې د اقتصادي ايجنډې په پرمختګ عمل كوي۔

دا مقصد ترلاسه كولو لپاره په افغانستان كښې امن او استحكام ضرورې دې٬د افغانستان شخړه كوم پوځي حل نه لري۔يوازنې د عمل وړ حل دا دے چې افغانستان په خپله د سياسي مذاكراتو د لارې دا مسئله حل كړي٬ ده ووئېل پاكستان تل په افغانستان كښې امن لپاره هڅې كړې او په دې خبره يې زور راوړې چې طالبان خبرو ته كيښنول د دواړو هېوادونو شريكه ذمه واري ده بايد د كوم يو هېواد نه د دې كار ترسره كولو توقعو ونه كړی شي۔

ده ووئېل د دې جذبې له مخې پاكستان په جولائي 2015 كښې د مري امن مذاكراتو اهتمام وكړو خو د ملا عمر د وژلې كېدو د خبر په څرګندېدو امن مذاكرات پرېښودلې شول۔ خارجه وزير ووئېل پاكستان د امن مذاكراتو بېرته پیل كولو په لړ كښې طالبان راضي كولو لپاره د څلور اړخيزه معاونتي ډلې (كيو سي جي)د لارې مهم كردار ترسره كړو خو د مذاكراتو پېل كېدو نه څو ورځې وړاندې د امريكې په ډرون بريد كښې د ملا اختر منصور د وژلې كېدو له امله د امن عمل معطل شو۔

په تحريري ځواب كښې وئېلې شوي پاكستان په ټولو سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو يوه موثره او متحركه پالېسي لري چې مقصد يې په افغانستان كښې د امن او استحكام پشمول د يو اېن آسيا زړه استنبول عمل٬د څلور اړخيزه معاونتي ډلې (كيو سي جي)اېس سي او رابطه ډلې٬د كابل عمل د ماسكو تشكيل او د تاشقند كنفرنس باندې عمل كول دي كوم چې په افغانستان كښې د امن په اړه شوې۔