د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه په غونډه كښې د وزارتونو د كاركردګۍ جاج واخستلې شوهر دري مياشتې پس د جاج اخستنې غونډې كولو پريكړه

د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه په غونډه كښې د وزارتونو د كاركردګۍ جاج واخستلې شوهر دري مياشتې پس د جاج اخستنې غونډې كولو پريكړه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز10دسمبر 2018ء) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه كښې د ټولو وزارتونو د كاركردګۍ جاج واخستلې شو٬په غونډه كښې په هر يو وزارت كښې د خذماتو وركړې او د كفايت شعارۍ پالېسۍ خپلولو په لړ كښې په شويو اقداماتو او د سباؤن د پروژو په خاص توګه د هر يو وزارت د كاركردګۍ په لا ښه كولو خبرې وكړې شوې۔په غونډه كښې پريكړه وكړې شوه چې هر يو وزارت ته به عملدرآمد لپاره د پنځو كلونو د خاص ستراتېژېكي پلان تيارولو هدف وركولې شي چې دغسې كاركردګي زيات نه زياته بهتره كړې شي۔

په غونډه كښې دا ډول د جاج اخستنې غونډه هر درې مياشتې پس د كولو پريكړه هم وكړې شوه چې دغسې د وزارتونو د كاركردګۍ جاج واخستلې شي او دا خبره باوري كړې شي چې د حكومت مجموعي كاركردګي په سم پلو روانه وي۔د دې اقداماتو بنيادي مقصد د پاكستاني وګړو د ژوند معيار لوړول دي۔