د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباس د پاكستان ميري ټائم سېكورټي ايجنسۍ په كيټي بندر كښې د نوي جوړ بېس پرانسته وكړه۔د پاك بحريه وياند

د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباس د پاكستان ميري ټائم سېكورټي ايجنسۍ په كيټي بندر كښې د نوي جوړ بېس پرانسته وكړه۔د پاك بحريه وياند

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز10دسمبر 2018ء) د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباس د پاكستان ميري ټائم سېكورټي ايجنسۍ په كيټي بندر كښې د نوي جوړ شوي بېس پرانسته كړې ده ۔ د پاك بحريه وياند له مخې په يوه خاص دستوره كښې چيف آف دي نيول سټاف ته د پاكستان ميري ټائم سېكورټي ايجنسۍ بېس كيټي بندر د كردار٬مشن٬ذمه وارو او د آپرېشنل چېلنجونو په اړه بريفنګ وركړې شو۔

خاص مېلمه د بېس دوره وكړه او په ساحلي سيمو كښې يې د پاكستان ميري ټائم سېكورټي ايجنسۍ د نوو يونټو جوړولو د هڅو ستائنه وكړه۔دا بېس به د اوبو د وسيلو تحفظ او په سمندر كښې په غېر قانوني توګه د كبانو نيولو د عمل مخ نيوې باوري كړي۔ د كيټي بندر بېس جوړېدو سره به اولس او كب نيوونكو ته د سرچ او رېسكيو فوري اسانيې هم وركړې شي۔ د پرانستې په دستوره كښې ځائي اېم اېن اے٬ ډي جي پي اېم اېس اے٬ فلېګ او نورو آفسرانو او د ځائي انتظاميې اعلٰي چارواكو هم ګډون كولو۔