پاكستان به په افغانستان كښې سياسي حل لپاره خپله خالصه مرسته روانه ساتي۔د خارجه چارو وزير شاه محمود قرېشي د افغانستان د سولې عمل لپاره د امريكې ځانګړي استازي زلمې خليل زاد سره خبرې

پاكستان به په افغانستان كښې سياسي حل لپاره خپله خالصه مرسته روانه ساتي۔د خارجه چارو وزير شاه محمود قرېشي د افغانستان د سولې عمل لپاره د امريكې ځانګړي استازي زلمې خليل زاد سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 04 دسمبر 2018ء) د خارجه چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې پاكستان به په افغانستان كښې سياسي حل لپاره خپله خالصه مرسته روانه ساتي ځكه چې په افغانستان كښې امن د پاكستان په ګټھ دې۔ده دا خبرې د افغانستان د سولې عمل لپاره د امريكې ځانګړي استازي زلمې خليل زاد سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې ده سره د نهې په ورځ په خارجه دفتر كښې ملاقات وكړو۔

د خارجه دفتر وياند له مخې زلمي خليل زاد خارجه وزير شاه محمود قرېشي د افغانستان د سولې عمل په لړ كښې د پاكستان مرسته ترلاسه كولو لپاره د امريكائي اولس مشر لخوا وزيراعظم عمران خان ته د ليكل شوي خط د تفصيلاتو نه خبر كړو۔په دې موقع خارجه وزير سفير زلمي خليل زاد ته باور وركولو سره ووئيل چې پاكستان به په افغانستان كښې سياسي حل لپاره د زړه د اخلاصه خپله مرسته روانه ساتي ځكه چې په افغانستان كښې امن د پاكستان په ګټھ دې۔ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د افغانستان د سولې په عمل كښې د پاكستان مرسته ترلاسه كولو لپاره د اولس مشر ټرمپ د پېغام هركلے كړې۔د يادونې وړ ده چې د زلمي خليل زاد لخوا د ځانګړې استازي ټاكل كېدو نه تراوسه دا د پاكستان دوهمه سركاري دوره ده۔