وزيراعظم عمران خان سره د فېس بك سنګاپور د پبلك پالېسۍ نائب صدر ملاقات وزيراعظم د جعلي خبرونو٬تشدد او د كركې وړ موادو په خپرولو كښې د سوشل مېډيا د غلط استعمال مخ نيوي لپاره د مضبوط نظام په وضعه كولو زور راوړو

وزيراعظم عمران خان سره د فېس بك سنګاپور د پبلك پالېسۍ نائب صدر ملاقات وزيراعظم د جعلي خبرونو٬تشدد او د كركې وړ موادو په خپرولو كښې د سوشل مېډيا د غلط استعمال مخ نيوي لپاره د مضبوط نظام په وضعه كولو زور راوړو

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 04 دسمبر 2018ء) وزيراعظم عمران خان د جعلي خبرونو٬تشدد او د كركې وړ موادو په خپرولو كښې د سوشل مېډيا د غلط استعمال مخ نيوي لپاره د مضبوط نظام په وضعه كولو زور راوړې۔ده دا خبره د فېس بك سنګاپور د پبلك پالېسۍ نائب صدر سائمن مېلنر سره د خبرو په مهال وكړه كوم چې د نهې په ورځ ده سره د وزيراعظم په دفتر كښې ملاقات وكړو۔

په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيالان سيد ذوالفقار عباس بخاري٬افتخار دراني او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل چې د فېس بك د صارفينو شمېره ډېره زياته ده او دا اداره زمونږ ټولنې او سماجي اقدار خطر سره د مخ كونكو هڅو پھ مخ نيوي كښې ځانګړې كردار ترسره كولې شي۔سائمن مېلنر وزيراعظم د آن لائن كميونټيز تشكيل تر لرې كمېټۍ د رسنې٬ د روغتيا خذماتو په وركړه كښې آسانيو٬د ډيزاسټر منيجمنټ په اړه د كميونټۍ هڅې په كار راوستلو او د سوشل مېډيا د غلط استعمال په اړه د فېس بك لخوا د شويو بېلا بېلو اقداماتو نه خبر كړو۔

وزيراعظم په ټوله نړۍ كښې د كميونټيز او د اولس ترمينځه د سماجي رابطې ودې په اړه د آن لائن كميونټيز تشكيل لپاره د فېس بك نړيوالې هڅې وستائېلې۔ده د مهمو چارو په اړه په اولس كښې د شعور بېدارولو په اړه د فېس بك او د سوشل مېډيا د كردار ستائنه هم وكړه۔