د حکومت وړومبنو سلو ورځو كښې په رياستي ميډيا د مخالفې ډلې يو برابر كورېج باوري كړې شوې د پاك يونيورسټي آف ميډيا سائنسز منصوبې كار په تندۍ سره روان دې د فېډرل انفارميشن كمېسون بشپړېدو نه پس به اوس د خبريالانو سره عام وګړي،

هم د هرې محكمې پحقله معلومات د طريقه كار له مخې ترلاسه كولې شي په وړومبي ځل د سېپځلې پاليسۍ له مخې په مېرټ د اشتهاراتو وركولو لپاره په پاليسۍ ټولو شراكت دارو سره مشاورت كېږي ٬ پي آئي ډي څخه د جاري شوو اشتهاراتو تفصيلات به په باقاعده توګه په وېب پاڼه اچولې شي

د حکومت وړومبنو سلو ورځو كښې په رياستي ميډيا د مخالفې ډلې يو برابر كورېج باوري كړې شوې د پاك يونيورسټي آف ميډيا سائنسز منصوبې كار په تندۍ سره روان دې د فېډرل انفارميشن كمېسون بشپړېدو نه پس به اوس د خبريالانو سره عام وګړي،
هم د هرې محكمې پحقله معلومات د طريقه كار له مخې ترلاسه كولې شي په وړومبي ځل د سېپځلې پاليسۍ له مخې په مېرټ د اشتهاراتو وركولو لپاره په پاليسۍ ټولو شراكت دارو سره مشاورت كېږي ٬ پي آئي ډي څخه د جاري شوو اشتهاراتو تفصيلات به په باقاعده توګه په وېب پاڼه اچولې  شي

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز28نومبر2017ء) د وزیراعظم عمران خان خاص سپارښتنې له امله د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن په مشرۍ كښې د وزيراعظم د سلو ورځو تږ لارې له مخې رياستي ميډيا څخه غېر اعلانيه سنسر شپ ختم كړې شوې ٬ د پاك يونيورسټي آف ميډيا سائنسز د منصوبې جوړولو٬ اطلاعات ته رسنې لپاره انفارمېشن كمېسون جوړول٬ په راډيو او پي ټي وي د براډ كاسټنګ ښه والي او اداره جاتي اصلاحات٬ اے پي پي په جديد ډيجيټل نيوز سروس د منتقل كولو ٬ د سپېځلې پاليسۍ د لارې په مېرټ د پي آئي ډي د لارې د اشتهاراتو وركولو پاليسي او د پي ټي وي په اېچ ډي د منتقل كولو هلو ځلو پشمول يو شمېر ګامونه پورته كړې شوې ۔

د اطلاعات او خپرونو وزارت چارواكو اے پي پي ته ووئيل د اوسني حكومت په وړومبو سلو ورځو كښې د اطلاعات او خپرونو فاقي وزير چوهدري فواد حسېن په نګرانۍ كښې په وړومبي ځل وزارت په رياستي ميډيا چې په كښې پي ټي وي ٬ راډيو پاكستان٬ او اے پي پي شامل ده غېر اعلانيه سنسر شپ ختمولو سره مخالفې ډلې ته يو برابر كورېج وركول باوري كړې٬ د چارواكو تر مخه د تېرو حكومتونو په نسبت اوسني حكومت كښې رياستي ميډيا ټولو سياسي ګوندونو٬ سياسي مشرانو له د نجي ميډيا غوندې كورېج وركوي او دغسې پي ټي وي اكېډېمي ٬ د راډيو پاكستان اكېډېمي او د انفارمېشن سروسز اكېډېمي يو كولو سره د پاك يونيورسټي آف ميډيا سائنسز په منصوبه كار په تندۍ سره روان دې چې پكښې به دوه مركزي څانګې وي يو به د ماس كميونيكشن زده كوٶنكو ته د ميډيا د جديدو رجحاناتو پحقله تعليم وركوي او بله به د انجينئرنګ پحقله وي ځكه چې په كال 1960 كښې پاكستان خپل ټرانسميټر جوړونكې هېواد ٶ خو د دغې نه پس ورته پام نه دې شوې٬ د چارواكو وېنا ده د اطلاعات او خپرونو وزارت په انجينئرنګ څانګه كښې بيا جدت غواړي٬ دا منصوبه به د ميډيا انډسټرۍ لپاره د حكومت لخوا يو مهم سنګ ميل وي او منصوبه تر سره كولو سره حكومت د ميډيا صنعت بهترۍ كښې خپله برخه كار كول غواړې ۔

په وړومبي ځل پي ټي وي او راډيو پاكستان كښې اداره جاتي اصلاحات معرفي كړې شوې ٬ د ملازمانو رېشنلائزېشن ٬د ملازمانو د كار استعداد زياتولو لپاره د تربيې هلې ځلې كول ٬ د براډ كاسټنګ څانګې بهترۍ سره سره پي ټي وي په اېچ ډي د منتقل كولو په چارو هم كار په تندۍ سره روان دې ۔ د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په ذاتي خوښۍ د څو كالو التواء سره مخ فېډرل انفارمېشن كمېسون جوړول ممكن شوې۔

اطلاعات ته رسنې له د فېډرل انفارمېشن كمېسون لپاره وزيراعظم او انفارمېشن كمشنرز لپاره زاهد عبدالله او فواد ملك غوره كړې شوې ۔ د انفارمیشن کمېسون بشپړېدو نه پس به به اوس د خبريالانو نه علاوه عام وګړي هم د هرې محكمې پحقله معلومات د طريقه كار له مخې ترلاسه كولې شي ٬ او په لسو ورځو كښې د اړوندې ادارې څخه د معلوماتو په نه ترلاسه كېدو كمېسون څخه به مراجعه كولې شي٬ انفارمېشن كمېسون ته به د سول كورټ اختيارات ترلاسه وي ٬ ھغوي هر يو افسر ته سمن جاري كولې شي٬ د چارواكو تر مخه خبريالا ورورولي هم د انفارمېشن كمېسون د لارې معلومات ترلاسه كولې شي كومې لپاره چې حكومت يو نظام وضع كړې ۔

د پي ټي آئي حكومت د سلو ورځو پلان له مخې په وړمبي ځل د چوهدري فواد حسېن په نګرانۍ كښې د سېپځلې پاليسۍ له مخې په مېرټ د اشتهاراتو اجراء لپاره په پاليسۍ ټولو شراكت دار سره مشاورت روان دې٬ پي آئي ډي څخه د جاري شوو اشتهاراتو تفصيلات به په باقاعده توګه په وېب پاڼه اپ لوډ كولې شي۔