وزیراعظم عمران خان د کرتار پور لارې د بنياد تيګه كېښوده د کرتارپور لاره به ګردوارہ دربار صاحب د هند د ګورداسپور اولسوالۍ ډېرہ بابا نانك سره وتړي

وزیراعظم عمران خان د کرتار پور  لارې د بنياد تيګه كېښوده د کرتارپور لاره  به ګردوارہ دربار صاحب د هند د ګورداسپور اولسوالۍ ډېرہ بابا نانك سره وتړي

کرتار پور/ نارووال (پاکستان پوائنٹ نیوز28نومبر2017ء) وزیراعظم عمران خان د شورو په ورځ د كرتار پور لارې د بنياد تيګه اېښودې ده ۔ د بنياد تيګي اېښودو دستورې په مهال د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ، د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور، وزیراعلیٰ سردار عثمان بزدار، وفاقی او صوبائي وزيرانو او د هندي پنجاب صوبائي وزير او د كركټ پخواني لوبغاړې نجوت سنګھ سدھو، د هند وزیره هرسمرت کور بادل، د سکھ ورورولۍ غړي او نور اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔

د کرتارپور لاره به ګردوارہ دربار صاحب د هند د ګورداسپور ضلعي ډېرہ بابا نانك سره تړي ٬ په وړومبي پړاٶ كښې به ګردوارہ کمپلیکس جوړولې شي او د بارډر ټرمينل جوړول هم د دې پروژې برخه ده۔ د راوي درياب پل جوړول او د سړك د لارې محفوظ رسنه به هم باوري كولې شي۔